Book Name:Mola Ali Aur Fikr e Akhirat

کښې د ډيرې ويرې پۀ حالت کښې ناست وو، ګيره مبارکه به يـې نيولې وه او دومره ناقلاره به وو لکه زهريله مار چې خوړلے وي، هغوئي به ډير ژړل او بے اختياره به يـې وئيل: اے زما رَبَّ! اے زما رَبَّ...!! بيا به دُنيا ته مخاطب شولو او فرمائيل به يـې: اے دُنيا تۀ ما پۀ دهوکه کښې د اخته کولو د پاره راغلې يـې؟ زما د پاره ښۀ پۀ ډَوَل او سينګار سره راغلې يـې؟ لرې شه! بَل څوک دهوکه کړه، ما تا له درې طلاقه درکړي دي، ستا عُمر کم دے او ستا مصيبتونه برداشت کول اسان دي. بيا به يـې پۀ ارمان سره وئيل: افسوس! افسوس! د سفر سامان مي لږ دے، سفر ډير اوږد دے او لاره د وحشت نه ډکه ده. ([1])

پیکرِ خوفِ خدا  اے عاشقِ خیرُ الورٰی                            تم سے راضی کبریا مولیٰ علی مشکل کُشا!

اَللہُ اَکْبَر! خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! دا دے حضرت مولیٰ علي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ...!! *دا دے هٰغه چې ځامن يـې د جنّتي ځلمو سرداران دي * دا دے هٰغه چې کتل ورته عبادت دے * دا دے هٰغه چې پۀ نوم اخستو يـې د دُنيا او آخرت مشکلات لرې کيږي * دا دے هٰغه چې پۀ وسيله به يـې پۀ لکونو خلق جنّت ته ځي * دا دے هٰغه چې محبّت يـې د اِيمان نخښه ګرځولے شوې ده * دا دے هٰغه چې پۀ شان کښې يـې د قرآن آيتونه نازل شوي دي * دا دے هٰغه چې رسولِ ذيشان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به ورته خپل ورور وئيلو *دا دے هٰغه چې مالکِ جنّت، قاسمِ نعمت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ورته يو ځل نۀ بلکې څو څو ځله د جنّت زيرے ورکړے دے بلکې دا هغه دے د چا محبت چې جنّت ته د تللو سبب جوړيږي خو انداز ته يـې وګورئ! د الله پاک نه ويرې ته يـې وګورئ! د آخرت فِکر ته يـې وګورئ! د شپې پۀ تنهايۍ کښې به د رَبّ تعالٰی پۀ حُضُور کښې کښيناستو او بدن مبارک به يـې په لړزان وو، ژړل به يـې، اوښکې به يـې توئيولې، دُنيا


 

 



[1]...  حلیۃ الاولیاء، جلد:1، صفحہ:126، رقم:261 مخلصاً۔