Book Name:Mola Ali Aur Fikr e Akhirat

ولګيده چې دا مسلمانان دي، زما پۀ زړۀ کښې د اسلام محبت پيدا شوے وو ځکه ورته ما پۀ درنه سترګه کتل، پۀ دې کښې يو اسلامي ورور د نبئ مکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ شان کښې نعت شريف شروع کړو، زما د هغۀ انداز ډير خوښ شو، زما پۀ شوق سره اوريدو ته چې يـې وکتل نو پۀ هغوئي کښې يو کَس زما سره خبرې شروع کړې. هغۀ ته پته ولګيده چې زۀ مسلمان نه يم، هغۀ پۀ مسکا مسکا ډير پۀ زړه پورې انداز کښې ما ته ووئيل، زۀ تاسو ته د اسلام قبلولو خواست کووم، زه د احترامِ مسلم رسالې لوستلو سره د مخکښې نه پۀ زړه کښې پۀ اسلام مئين شوے ووم، د هغه د محبت نه ډک انداز مې پۀ زړۀ باندې نور اثر هم وکړو او اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! ما کلمه ووئيله او مسلمان شوم. ([1])

اسی ماحول نے ادنیٰ کو اعلیٰ کردیا دیکھو                         اندھیرا ہی اندھیرا تھا اُجالا کردیا دیکھو

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د کفن دفن ايپلي کيشن

اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! د ټيکنالوجۍ دور دے، اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د عاشقانِ رسول ديني تحريک دعوتِ اسلامي د جديد ټيکنالوجۍ پۀ ذريعه هم د عِلمِ دين عام کولو کوشش کوي. دې لړ کښې د دعوتِ اسلامي د آئي ټي ډيپارټمنټ له خوا مختلف موبائل ايپلي کيشنز جاري کړے شوي دي، پۀ کومو کښې چې يو موبائل ايپلي کيشن دے: Muslim's Funeral (کَفَن دَفَن). پۀ دې موبائل ايپلي کيشن کښې د مَړي د غُسل او کفن دفن وغيره پۀ باره کښې ډير اهم معلومات ورکړے شوي دي او يوه خاص خبره دا ده چې مَړي له به غُسل څنګه ورکوې، کَفَن به ورته څنګه اچوې، د دې د عملي طريقې


 

 



[1]... غافل درزی، صفحہ:25۔