Book Name:Mola Ali Aur Fikr e Akhirat

به يـې رَټله او د آخرت پۀ فِکر کښې به مصروف اوسيدو.

  خو افسوس! زمونږه حال بے حاله دے * نيکي راسره د سَره نشته * اعمال نامه مو د ګناهونو نه ډکه ده * نۀ مو ظاهر ښۀ دے * نۀ مو باطن پاک دے، د دې باوجود راسره هيڅ فِکر نشته...!! * بس شپۀ ورځ د مال، مال او مال ګټلو پۀ فِکر کښې يو *د مال حرص کوو، هَوَس کوو * څۀ خوړل دي؟ * څۀ اغوستل دي؟ * مستقبل به مو څۀ وي؟ يو کاروبار خو مو روان شوے دے، بَل به څنګه روانيږي؟ * د يو ځائے نه خو ښۀ امدن راځي، د امدن نورې ذريعې به څنګه پرانستے شي؟ * ګاډے، محل، بنګله به راته څنګه ميلاويږي؟ بس هم دغه د شپې ورځې فِکرونه دي، نۀ د توبې اوښکې، نۀ څۀ شرم، نۀ څۀ پښيمانتيا، نۀ راسره څۀ فِکر شته، بس شپه ورځ پۀ غفلت کښې تيريږي...!!

دِل سے مرے دُنیا کی محبّت نہیں جاتی             سرکار! گُنَاہوں کی بھی عادَت نہیں جاتی

دِن رات مسلسل ہے گُنَاہوں کا تسلسل    کچھ تم ہی کرو نا یہ نحوست نہیں جاتی

گو پیشِ نظر قبر کا پُرھول گڑھا ہے                                            افسوس! مگر پھر بھی یہ غفلت نہیں جاتی([1])

آخرت غوښتونکي جوړ شئ...!!

   خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! کاش چې زمونږه د آخرت فِکر نصيب شي. يقين وکړئ چې دُنيا بے وفا ده. د مسلمانانو څلورم خليفه حضرت عَلِـیُّ الْمُرْتَضٰـی شيرِ خُدا رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ووفرمائيل: خلقو! آخرت راروان دے، دُنيا روانه ده. پۀ دې کښې د هر يو طلب لرونکي دي. تاسو د آخرت طلب لرونکي جوړ شئ! د دُنيا طلب کوونکي


 

 



[1]...  وسائلِ بخشش، صفحہ382 ملتقطاً ۔