Book Name:Mola Ali Aur Fikr e Akhirat

هم وَشي او د حضرت مولیٰ علي، شيرِ خُدا رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د ذِکر برکتونه به مو هم نصيب شي.

د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم محبوب شخصيت

پۀ ترمذي شريف کښې دي: د حضرت عائشه صِدِّيقه رَضِىَ اللهُ عَـنْها نه پوښتنه وشوه: (پۀ اهلِ بيتو کښې) د رسولُ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ټولو نه زيات محبوب (يعنې خوښ) څوک وو؟ اوئې فرمائيل: خاتونِ جنّت سيّده فاطمه رَضِىَ اللهُ عَـنْها. پوښتنه وکړے شوه: او پۀ نارينؤ کښې څوک؟ اوئې فرمائيل: د هغې خاوند (يعنې حضرت مولیٰ علي، شيرِ خُدا رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ). نور يـې ووفرمائيل: زما د معلوماتو مطابق د دې وجه دا ده چې حضرت علي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ به ډيرې روژې نيولې او ډير عبادت به يـې کولو. ([1])

سُبْحٰنَ اللہ! څومره ښکلے شان دے د حضرت مولیٰ علي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ...!! هغوئي به پۀ کثرت سره روژې نيولې، ډير پۀ کثرت سره به يـې عبادت کولو...!!

خدا کے شیر اے مولائے کائنات علی         شرف کا گَوْہَرِ یکتا تری حیات علی

تو لا جواب ہے جس رخ سے بھی تجھے دیکھا                              کہ اک خزینۂ عظمت ہے تیری ذات علی

نہ کیوں رکھیں صدفِ دل میں یہ گُہْر مومن             ہے تجھ سے عشق و وفا باعثِ نجات علی

نہ ہو سکے گی کما حقہ تری توصیف                                          خمیدہ سر ہیں زبان و قلم دوات علی

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! مونږ له هم پۀ کثرت سره د روژو نيولو او ډير زيات وخت پۀ عبادت کښې د تيرولو عادت جوړول پکار دي، نن سبا خو اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د عبادتونو د سپرلي موسم دے * د رَمَضَانُ المُبَارَک د برکتونو والا ورځې دي * شپۀ ورځ رحمتونه راوريږي * د بخښنې پروانې [يعنې چِټۍ] تقسيميږي * پۀ دې مياشت کښې


 

 



[1]...  ترمذی، ابواب المناقب، باب فضل فاطمۃ، صفحہ:872، حدیث:3877۔