Book Name:Mola Ali Aur Fikr e Akhirat
بهادري او باتوري ډيره مشهوره او معروفه ده *د مسلمانانو د دريم خليفه حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د شهادت نه پس هغوئي د خِلافت څوکۍ سمبال کړه ([1]) *هغوئي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ څلور کاله، اتۀ مياشتې او نهه ورځې د خِلافت ذِمه دارۍ ډيرې پۀ ښۀ طريقه ترسره کړې([2]) *پۀ 17 يا 18 رَمَضَانُ المُبَارَک پۀ 40 هجرۍ کښې يو خبيث خارِجي پۀ هغوئي حمله وکړه پۀ کومه کښې چې هغوئي سخت زخمي شو او پۀ 21 رَمَضَانُ المُبَارَک د اتوار پۀ شپه يـې د شهادت مرتبه ترلاسه کړه. ([3])
د الله رَبُّ الْعِزّت دې پۀ هغوئي باندې رَحمت وي او د هغوئي پۀ وسيله دې زمونږه بے حسابه بخښنه وشي. اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
اَصْلِ نَسْلِ صَفَا، وجہِ وَصْلِ خُدا بابِ فَضْلِ وِلایت پہ لاکھوں سلام([4])
وضاحت: حضرت عَلِـیُّ الْمُرْتَضٰـی رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د پاک نسل (يعنې د سيّدانو) جدِّ اعلیٰ دے، واصِل بالله (يعنې د الله پاک د مُقَرَّب) جوړيدو سبب او د وِلايَت د فضيلتونو ميلاويدو دروازه ده، پۀ هغوئي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ باندې دې پۀ لکونو سلامونه وي.
د مولیٰ علي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ شان
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! راځئ چې د حضرت مولیٰ علي، شيرِ خُدا رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ شان کښې هٰغه حديثونه واورو کوم چې به د مسلمانانو خوږې مور جانې حضرت عائشه صِدِّيقه رَضِىَ اللهُ عَـنْها خلقو ته بيانول، داسې به د سيّده عائشه رَضِىَ اللهُ عَـنْها ذِکرِ خير