Book Name:Mola Ali Aur Fikr e Akhirat

والے به ډير زيات وي. د هٰغه دوزخ کالے د اوسپنې ګرز او د هغې اوبه وينې او زغوې دي، پۀ هغې کښي د الله پاک د رحمت هيڅ حصه نشته. دا يـې چې واوريدل نو خلقو ډير وژړل بيا هغوئي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ارشاد ووفرمائيلو: د هغې نه پس هم يوه ورځ ده. (د کومې پۀ باره کښې چې الله پاک فرمائيلي دي:)

وَ  سَارِعُوْۤا  اِلٰى  مَغْفِرَةٍ  مِّنْ  رَّبِّكُمْ  وَ  جَنَّةٍ  عَرْضُهَا  السَّمٰوٰتُ  وَ  الْاَرْضُۙ-اُعِدَّتْ  لِلْمُتَّقِیْنَۙ(۱۳۳)  (پارہ:4، ال عمران:133)

[مفهوم] ترجمہ ٔکنزُالعِرفان:    او د هٰغه جَنَّت طرف ته منډې کړئ چې د هغې فراخي د آسمانونو او زمکې برابره ده. هغه د پرهيزګارو د پاره تيار کړے شوے دے.

الله پاک دې مونږه جنّت ته بوځي او د دردناک عذاب نه مو دې بچ کړي. ([1])

 باقي ژوند بے بها دے

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! دا صحيح خبره ده، مونږ ته حکم شوے دے چې د جنّت پۀ لور منډې کړئ، پۀ دې کښې بالکل مۀ ناوخته کوئ، بس چې هم د نن نه مونږ خپل دا پوخ ذهن جوړ کړو، مخکښې چې کوم ژوند تير شوے دے، هغه تير شوے دے، پاتې ژوند به مونږ نيکئ کوو، مخکښې چې کوم ګناهونه شوي دي، د هغې نه به پۀ رښتوني زړۀ توبه کړو، بيا د پاره به چرې هم ګناهونو ته نۀ نزدې کيږو او بس د آخرت پۀ فِکر کښې به مصروف شو. د حضرت مولیٰ علي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ډير ښکلے ارشاد دے، هغوئي ووفرمائيل: بَقِیَّۃُ عُمْر ِالرَّجُلِ لَا ثَمَنَ لَہٗ يعنې د انسان چې کوم ژوند پاتې دے، هغۀ بے بها دے. ([2])

اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! مونږ لا ژوندي يو، دا ژوند غنيمت وګڼئ، اوس لا د توبې دروازه برسيره


 

 



[1]... تنبیہ الغافلین، باب عذاب القبر، صفحہ:20۔

[2]... الزہد الکبیر للبیہقی، صفحہ:295، رقم:779۔