Book Name:Mola Ali Aur Fikr e Akhirat

جومات کښې د جَمعې سره ادا کړو * د اشراق څاښت او اَوَّابينو د نفلونو کولو عادت هم جوړ کړو * تراويح پوره شل رکعتونه ادا کړو * د درودِ پاک ډير کثرت وکړو *پۀ ګرځيدو، پۀ کښيناستو پاڅيدو کښې د الله پاک ذِکر جاري وساتو * ژبه د فضولياتو نه بچ وساتو او د الله پاک ذِکر پرې وکړو * زړۀ او دماغ د الله پاک پۀ ياد کښې مشغول کړو نو اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! ډير برکتونه به مو نصيب شي.

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

عائشه! د دوئي عزّت کوه!

     حضرت مَعَاذَه غَفَاريّه رَضِىَ اللهُ عَـنْها فرمائي: يوه ورځ زۀ د حضرت عائشه صِدِّيقه رَضِىَ اللهُ عَـنْها سره د ملاقات د پاره لاړم، ما وکتل چې حضرت مولیٰ علي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د هغوئي د کور نه بهر راووتلو او پۀ خپله لاره يـې تشريف يوړلو، زۀ چې کور ته دننه لاړم نو سرکارِ عالي وقار، مکي مَدَني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هم پۀ کور کښې وو، هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سيّده عائشه رَضِىَ اللهُ عَـنْها ته فرمائيل: اے عائشه! دا (يعنې عَلِـیُّ الْمُرْتَضٰـی رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ) پۀ ټولو نارينؤ کښې ما ته ډير ګران او عزيز دے، اے عائشه! زما د رضا د پاره د دۀ حق اوپيژنه! او د دۀ عزّت کوه...!! ([1])

هغه خو تقدیر وو...!!

حضرت مَجمَع رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: زما يو ځل د حضرت عائشه صِدِّيقه رَضِىَ اللهُ عَـنْها پۀ خدمت کښې حاضري نصيب شوه، ما د هغې نه د واقعۀ جُمُل (يعنې هٰغه واقعه چې پکښې د


 

 



[1]... اسد الغابہ، جلد:7، صفحہ:259۔