Book Name:Mola Ali Aur Fikr e Akhirat

ده، د دې نه فائده واخلئ، اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د رَمَضَانُ المُبَارَک برکتي ورځې دي، آخرۍ عشره تشريف راوړونکې ده، د بخښنې او د مغفرت د پروانو تقسيميدو ورځې دي، د دې نه فائده واخلئ، د رَمَضَانُ المُبَارَک باقې پاتې ورځې او بيا ټول ژوند پۀ نيکو کارونو کښې د تيرولو پوخ رښتونے نيت وکړئ، الله پاک دې مونږ ته د عمل کولو توفيق رانصيب کړي.

 اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم .

پۀ 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار: هفته واره رساله مطالعه

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د عاشقانِ رسول ديني تحريک دعوتِ اِسلامي پۀ ټوله دنيا کښې د نيکۍ دعوت عام کولو کښې مصروف دے، د نيک نـمونځ ګزاره جوړيدو د پاره، د ظاهري او باطني ګناهونو نه د ځان بچ ساتلو د پاره، د آخرت د فِکر موندلو او د الله او رَسول پۀ محبت د زړۀ ابادولو د پاره تاسو هم د دعوتِ اِسلامي ديني ماحول سره خپل تړون مضبوط ساتئ او د ذيلي حلقې پۀ 12 ديني کارونو کښې هم ښۀ پوره برخه اخلئ! د دې پۀ برکت به اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د دنيا او آخرت بے شميره خيرونه درنصيب شي. د ذيلي حلقې پۀ 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار: هفته واره رساله مطالعه هم ده. پۀ حديثِ پاک کښې دي: اَلعِلمُ بِالتَّعَلُّمِ  [يعنې] عِلم پۀ زده کولو حاصليږي. ([1])* د اوسني وخت پۀ بدو کښې يوه بدي دا هم ده چې خلق د عِلمِ دِين نه لرې وځي * د دِيني کتابونو د لوستلو شوق د نشت برابر دے * مخکښينو خلقو به دِيني کتابونه ډير خوښول * شپۀ او ورځ به يـې کتابونه لوستل * لہٰذا د هغوئي سره ديني معلومات هم ډير وو او * ژوند به يـې هم پاک وو.

اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د دعوتِ اِسلامي د باني شيخِ طريقت امير اهلسنت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه خاصيت


 

 



[1]... بخاری ، صفحہ:90، حدیث:67۔