Book Name:Mola Ali Aur Fikr e Akhirat

د ټولو نه لوئي ارمان

حضرت عبدُ الرحمان مُرِّي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د مسلمانانو څلورم خليفه حضرت عَلِـیُّ الْمُرْتَضٰـی رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ يوه ورځ ووفرمائيل: (اے خلقو!) آيا زۀ تاسو ته د ټولو نه لوئي ارمان پۀ باره کښې اونه وايم. دا د هٰغه کَس ارمان دے چې درهمې قيراط (يعنې صرف مال) يـې جمع کولو، جمع کولو، بيا هغۀ له مرګ راغے او د هغۀ ټول مال نورو ته پۀ وراثت کښې پاتې شو. ([1])

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! واقعي چې دا ډيره د ارمان خبره ده، مال خو يـې جمع کړو خو د خپل مال نه يـې فائده حاصله نکړه، ټول مال د نورو قبضې ته لاړو، بيا څۀ کيږي، وارثان يـې پۀ مال باندې مزې کوي او مال جمع کوونکے د زمکې د لاندې پۀ عذاب کښې راګير وي يا پښيمانه وي.

د مولیٰ علي د قبر والؤ سرہ خبرې

حضرت سعيد بن مُسَيَّب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: مونږ د حضرت شيرِ خُدا عَلِـیُّ الْمُرْتَضٰـی رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ سره پۀ هديره راتيريدلو، هغوئي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ اِرشاد ووفرمائيلو: اَلسَّلَامُ عَلَیْکُمْ یَا اَہْلَ الْقُبُوْرِ وَرَحْمَۃُ اللہ ِ يعنې اے قبر والؤ! پۀ تاسو دې سلامتي او د الله پاک رحمت وي. او ويـې فرمائيل: تاسو به خپل حال ووايئ کۀ مونږه تاسو ته ووايو؟ حضرت سعيد بن مُسيَّب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي چې مونږ د يو قبر نه د وَ عَلَیْکَ السَّلَامُ وَرَحمَۃُ اللہِ وَبَرَکَاتُہٗ اواز واوريدو او چا وئيل: اے اَميرَ المُؤمِنِين! تاسو مو خبر کړئ چې زمونږه د مرګ نه پس څۀ وشول؟ حضرت مولیٰ علي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ووفرمائيل: واورئ! * ستاسو مال تقسيم شو *ستاسو ښځو بَله نکاح وکړه * ستاسو اولاد پۀ يتيمانانو کښې شامل شو * کوم کور چې تاسو


 

 



[1]...  زہد لابن مبارک، ابواب زیادات ا لزہد...الخ، باب فی ذکر الموت، صفحہ:465، رقم:155