Book Name:Mola Ali Aur Fikr e Akhirat

د بيان اوريدلو  نيتونه

پۀ حديثِ پاک کښې دي: اِنَّمَا الْاَعْمَالُ بِالنِّیَّات د اعمالو دار و مدار پۀ نيتونو دے. ([1])

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! ښۀ نيت بنده جنت ته داخلوي، د بيان اوريدو نه مخكښې څۀ ښۀ ښۀ نِيَّتونه وكړئ: مَثَلاً * د الله پاک د رضا د پاره به ټول بيان اورم *عِلمِ دِين به زده کووم * پۀ اَدب به کښينم * نصيحت به حاصلووم * د اَحمَدِ مجتبیٰ، مُحَمَّدِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ پاک نوم اوريدو به درودِ پاک لولم.

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! اوس چې کومې ورځې دي يعنې د رَمَضَانُ المُبَارَک د دويمې عشرې آخرۍ ورځې، پۀ اِسلامي لحاظ سره دا ډيرې تاريخي ورځې دي *پۀ 17 رَمَضَانُ المُبَارَک د حق او باطِل عظيمُ الشان جنګ يعنې عزوۀ بدر شوې وه، دا دومره د عظمت والا ورځ وه چې الله پاک دې تۀ يومُ الفرقان (يعنې د حق او باطِل پۀ مينځ کښې فرق کوونکې ورځ) ووفرمائيله. د مسلمانانو شميره 313 وه او د غير مُسلمو لښکر د يو زرو نه هم زيات وو، ورځې هم د رَمَضَانُ المُبَارَک وې، د دې باوجود صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم کمال همت اوښودو، پۀ عزوه کښې شريک شول او د مکے کافرانو چې شپۀ ورځ د دِين اِسلام د دنيا نه د ختمولو کوشش کولو، صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم ته به يـې سخت تکليفونه رَسَوَل، د هغوئي سره مال هم وو، طاقت هم وو، شميره يـې هم ډيره وه خو قربان شم! د صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم د ايماني جذبې پۀ مقابله کښې نۀ د هغوئي مال پکار راغے، نۀ يـې طاقت پکار راغے، او نۀ يـې زياتې شميرې څۀ وکړے شول، پۀ


 

 



[1]...  بخاری، کتاب بدء الوحی، صفحہ:65، حدیث:1 ۔