Book Name:Mola Ali Aur Fikr e Akhirat

دا دے چې هغوئي پخپله هم د عِلم دِين سره ډير شوق لري او عاشقانِ رسول ته هم د دِيني کتابونو د لوستلو د شوق ترغيب ورکوي * هغوئي د هر خالي پۀ ورځ د يوې ديني رسالې د لوستلو فرمائي * مختصره شان رساله وي * پۀ يو څو منټو کښې لوستلے کيږي.

تاسو يـې هم لولئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! ډيره فائده به مو کيږي *ديني معلومات به مو زياتيږي *د عِلمِ دِين د زده کولو ثواب به ميلاويږي *ديني کتاب لوستلو سره دماغو ته فائده رسي *نظر تيزيږي *حکمت نصيب کيږي *سوچ پاکيږي او *پۀ ژوند کښې رڼا راځي *د جديد سائنسي تحقيقاتو مطابق د کتاب لوستلو سره د دماغي بيمارو نه حفاظت کيږي.

هره هفته پۀ پابندۍ سره د هفته وارې رسالې د لوستلو نِيّت وکړئ! شيخِ طريقت، اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه هفته واره رساله لوستونکو ته مختلفې دُعاګانې هم کوي، مونږ چې هفته واره رساله اولولو نو څۀ پته چې د الله پاک د نيک بنده، ولئ کامِل د خُلې نه وَتې دُعا زمونږ پۀ حق کښې هُم قبوله شي او دُنيا او آخرت مو ښۀ شي.  

غير مسلمه مسلمان شو

د هندوستان د يو اسلامي ورور څۀ داسې بيان دے چې زۀ د کفر پۀ تِيارو کښې ورَک ووم، يوه ورځ راله چا د شيخِ طريقت، اميرِ اهلِسُنَّت حضرت علّامه مولانا ابو بلال محمد الياس عطّار قادري رضوي دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه رساله احترامِ مسلم پۀ تحفه کښې راکړه. ما چې اولوستله نو حيران پاتې شوم چې کومو مسلمانانو ته به ما هميشه د نفرت پۀ نظر کتل د هغوئي مذهب اسلام دومره د امن پيغام ورکوي! د رسالې د ليک اثر لکه د غشې زما پۀ زړۀ ولګيدو او پۀ زړۀ کښې مې اسلام کور وکړو. يوه ورځ ما پۀ بس کښې سفر کولو چې د يو څو ګيرو والا او عمامو والا اسلامي وروڼو قافله هم بس ته را اوختله، ما ته پته