Book Name:Mola Ali Aur Fikr e Akhirat

عبادت به يـې کولو * ډيره سخي هم وه * د دُنيا سره به يـې رغبت نه لرلو او هميشه به د آخرت پۀ فِکر کښې مصروفه اوسيدله * هغې رَضِىَ اللهُ عَـنْها پۀ 17 رَمَضَانُ المُبَارَک د دې دُنيا نه سفر وکړو، د هغې رَضِىَ اللهُ عَـنْها مزار مبارک پۀ جنّتُ البقيع کښې دے.([1]) *او پۀ 21 رَمَضَانُ المُبَارَک د مسلمانانو د څلورم خليفه حضرت مولیٰ علي شيرِ خُدا رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د شهادت ورځ ده. ([2])

د مولیٰ علي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ مختصر تعارف

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! حضرت مولیٰ علي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د مسلمانانو څلورم خليفه دے * هغوئي پۀ مکه مکرمه کښې دُنيا ته تشريف راوړلو * د لسو کالو عمر کښې يـې اِسلام قبول کړو ([3]) * د هغوئي مور بي بي د هغوئي نوم حيدر او والد صاحب د هغوئي نوم علي کيښودو * خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هغوئي ته د اَسَدُ الله لقب عطا کړو ([4]) * د اَسَدُ الله معنٰی ده: د الله پاک ازمرے.   

علی المرتضیٰ شیرِ خُدا ہیں                                                                                                  کہ ان سے خوش حبیبِ کبریا ہیں

* حضرت مولیٰ علي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ مهاجرينِ اَوَّلين (يعنې پۀ شروع کښې هجرت کوونکے) او پۀ عَشَرَه مُبَشَّره (يعنې هٰغه لس خوش قِسمتو صحابۀ کرام کومو ته چې خوږ آقا، د مدينے والا مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د نومونو اخستو سره د جنّت زيرے ورکړے وو، پۀ هغوئي) کښې دے * پۀ غزوۀ بدر، غزوۀ اُحد وغيره کښې شريک شوے وو([5]) د هغوئي


 

 



[1]... سیرتِ مصطفےٰ صَلَّی اللہُ عَلَیْہِ وَ آلِہٖ وَ سَلَّم ، صفحہ: 657تا 662 ملتقطاً ۔

[2]... کراماتِ شیر خدا ، صفحہ : 13 ملخصاً ۔

[3]... کراماتِ شیر خدا ، صفحہ : 12 ملخصاً ۔

[4]... مرآۃ المناجیح ، جلد : 8 ، صفحہ : 412  ملخصاً۔ ۔

[5]... اسد الغابہ ، جلد : 4 ، صفحہ : 88 بتغیر ۔