Book Name:Mola Ali Aur Fikr e Akhirat

حضرت عائشه او مولیٰ علي رَضِىَ اللهُ عَـنْهما اِختلاف پيدا شوے وو، د هغې) پۀ باره کښې پوښتنه وکړه نو اوئې فرمائيل: کَانَتْ قَدْرًا مِنَ اللہِ يعنې هغه د الله پاک ليکلے شوے تقدير وو. بيا يـې ووفرمائيل: سيّده فاطمه او د هغې خاوند (يعنې مولیٰ علي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ) خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته د ټولو نه زيات محبوب وو.([1])

سُبْحٰنَ اللہ! څومره ښکلے شان دے د حضرت مولیٰ علي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ...!! هسې خو د ټولو نه افضل صحابي وړومبے خليفه حضرت ابوبکر صِدِّيق رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ دے خو پۀ اهلِ بيتِ اطهار کښې د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ټولو نه محبوب او خوښ حضرت مولیٰ علي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ وو. د الله رَبُّ الْعِزّت دې پۀ هغوئي باندې رَحمت وي او د هغوئي پۀ وسيله دې زمونږه بے حسابه بخښنه وشي. اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم.

مولیٰ علي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ او د آخِرت فِکر

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! حضرت مولیٰ علي، شيرِ خُدا عَلِـیُّ الْمُرْتَضٰـی رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ عِلم او عمل کښې ډيره اوچته مرتبه لري، پۀ عِلم کښې داسې کمال لري چې خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: اَنَا مَدِیْنَۃُ الْعِلْمِ وَ عَلِیُّ بَابُہَا يعنې زۀ د عِلم ښار يم او علي د دې دروازه ده. ([2])

سبیلِ عشق کی سب رونقیں، علی سے ہیں طریقِ رشد کی سب مشعلیں، علی سے ہیں

درِ علومِ نبوت ہے،  ذات مولیٰ کی                                   تمام علم کی یہ مسندیں،علی سے ہیں

هم دغه شان پۀ سيرت کښې پۀ کردار کښې هم د حضرت مولیٰ علي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ 


 

 



[1]... ریاض النضرۃ، الباب الرابع فی مناقب...الخ، الفصل الفصل السادس...الخ، جز:3، صفحہ:100۔

[2]... مستدرک، کتاب معرفۃ الصحابہ، جلد:4، صفحہ:96، حدیث:4693۔