Book Name:Mola Ali Aur Fikr e Akhirat

ځانګړے شان دے، بے شميره خوبيانې، بے شميره ښۀ صفتونه د هغوئي د پاک سيرت نه د زدکړې د پاره ميلاويږي. د حضرت مولیٰ علي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ يوه ډيره اهمه خوبي، کومه چې هغوئي خپله کړې وه او د دې تعليم به يـې هم ورکولو، هغه ده: د آخرت فِکر.

حضرت مولیٰ علي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ به د آخرت ډير فِکر لرلو * د قبر او آخرت د رايادولو د پاره هديرې ته تلل * د آخرت پۀ فِکر کښې ژړل او ژړول * هر وخت د آخرت د کاميابۍ د پاره فِکر مند اوسيدل * د هغې د پاره دعاګانې کول * د آخرت پۀ فِکر کښې ډوبيدل او عبادت کول * ټوله ټوله شپۀ ويښه تيرول * د دُنيا نه لرې وَتل *د دُنيا د محبت نه ډير بچ کيدل * او د درس او د بيان پۀ ذريعه او پۀ خطبو کښې خلق د آخرت د تيارۍ د پاره راپارول د حضرت مولیٰ علي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د سيرت يو ښکاره اړخ دے *بلکې شيخ جنيد بغدادي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: شَیْخُنَا فِی الْاُصُولِ وَ الْبَلاَءِ علی المرتضیٰ يعنې د طريقت پۀ لاره او د بَلا او مصيبت (يعنې د آخرت د بهترۍ د پاره پۀ دُنيا کښې د مشکلاتو برداشت کولو پۀ معامله) کښې حضرت مولیٰ علي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ زمونږه امام دے. ([1])

ہو چشتی قادری یا نقشبندی سہروردی ہو                  مِلا سب کو ولایت کا انہی کے ہاتھ سے ٹکڑا

علی مشکل کشا ہیں سب کے سالکؔ کا سہارا ہیں                       ہر اِک محتاج ان کا ہو جواں بوڑھا ہو یا بچہ([2])

د مولیٰ علي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ يو معمول

حضرت ضرّار رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: زۀ الله پاک ګواه جوړووم او وايم چې ما ډير ځل حضرت مولیٰ علي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ اوليدو چې هغوئي به د شپې پۀ تيارۀ کښې پۀ خپل محراب


 

 



[1]... کَشْفُ الْمَحْجُوب، باب السابع فی ذکر ائمتہم من الصحابۃ، صفحہ:87۔

[2]... دیوان سالک، صفحہ:82۔