Book Name:Mola Ali Aur Fikr e Akhirat

نه دے چې مونږ خپل کور راوغورځوو او د پولۍ پړق ته کښينو، آؤ! دا مطلب ضرور دے چې د دې دُنيا پۀ کور کښې زړۀ اونه لګوو بلکې د آخرت فِکر وکړو.

د بخښنې پۀ لور منډې کړئ!

حضرت عَلِـیُّ الْمُرْتَضٰـی رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ يو ځل پۀ خطبه کښې ووفرمائيل: اے د الله پاک بندګانو! مرګ! مرګ! چې څوک ترې بچ کيدونکے نه دے. که تاسو د دې نه د تښتيدو کوشش کوئ نو دا به تاسو تيښتې ته نه پريږدي او تاسو به را اونيسي. دې مرګ تاسو د تندي نه نيولي يئ. اوس نجات صرف پۀ زر عمل کولو کښې دے. پۀ تاسو پسې شاته يو تادي کوونکے طالب دے او هغۀ قبر دے. واورئ! قبر د جنّت د باغونو نه يو باغ يا د دوزخ د کندو نه يوه کنده ده. واورئ! دا قبر هره ورځ درې ځله خبرې کوي او وائي: زۀ د تيارې کور يم، زۀ د وحشت کور يم او زۀ د حشراتو [مارانو او لړمانو] کور يم. واورئ! د دې قبر نه پس يوه داسې ورځ ده د کومې نه چې بَله سخته ورځ نشته. پۀ هٰغه ورځ به ماشومان بوډاګان شي او مشران به پۀ هوش کښې نه وي.

تَذْهَلُ كُلُّ مُرْضِعَةٍ عَمَّاۤ اَرْضَعَتْ وَ تَضَعُ كُلُّ ذَاتِ حَمْلٍ حَمْلَهَا وَ تَرَى النَّاسَ سُكٰرٰى وَ مَا هُمْ بِسُكٰرٰى وَ لٰكِنَّ عَذَابَ اللّٰهِ شَدِیْدٌ(۲)  (پارہ:17، الحج:2)

 [مفهوم] ترجمہ ٔکنزُالعِرفان: د هرې پئ ورکوونکې نه به خپل د پئيو خوړلو والا ماشوم هير شي او هره حمل والا به خپل حمل اوغورزوي او ته به خلق وِينې لکه په نشه کښې چې دي حالانکه هغوئي به نشه کښې نه وي خو دا ده چې د الله عذاب ډير سخت دے.

واورئ! د دې نه پس داسې ورځ (يعنې قيامت) دے د کومې نه چې بَله سخته ورځ نشته. پۀ هٰغه ورځ به دوزخ سختې لـمبې وهي، د هغې ګرمي به سخته وي او د هغې ژور