Book Name:Mola Ali Aur Fikr e Akhirat

حاصله نکړي، کور والا او وارثان به د هغۀ مال قبضه کړي بلکې د مال حاصلولو د پاره به جګړې کوي او خپله خپله لار به نيسي او دا نادانه انسان د مال جمع کولو پۀ نشه کښې مست اوسيدونکے او د حلالو او حرامو د تميز هيروونکے به د ګناهونو نه د ډک ژوند تيرولو پۀ وجه د وور د عذاب حقدار ګرځي.

دولتِ دُنیا کے پیچھے تُو نہ جا                                         آخِرت میں  مال کا ہے کام کیا؟

مالِ دُنیا دوجہاں  میں  ہے وبال                    کام آئے گا نہ پیشِ ذُوالجلال

هلاکت کښې اخته کوونکي دوه څيزونه

  خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! دا دُنيا د دهوکې کور دے، ډير زر به فنا شي، مونږه د دې خبرې نه خبر يو خو افسوس چې مونږه فِکر نه کوو. حضرت مولیٰ علي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ مونږ ته نصيحت کوي او فرمائي چې زۀ ستاسو پۀ باره کښې د دوو خبرو ويره لرم: (1):اوږدۀ اُمِّيدونه (يعنې تر ډيرې مودې پورې د ژوندي پاتې کيدو طمع) (2):پۀ خواهشونو پسې تلل. بے شکه اوږد اُميد د آخرت هيريدو سبب دے او پۀ خواهشونو پسې تلل انسان د حق لارې نه بے لارې کوي. ([1])

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! دغه دوه غټې بيمارۍ دي کومې چې نن مونږه دهوکه کوي، مونږه ګڼو چې اوس لا ډير ژوند پاتې دے، زۀ خو به دومره موده ژوندے اوسم بلکې رښتيا خبره دا ده چې د مرګ خيال هم زمونږ پۀ ذهن کښي نه راځي، که د چا د مرګ خبر راشي نو مونږه پۀ زړۀ کښې ځان له د دروغو تسلي ورکوو، مثلاً * د هغۀ د زړۀ بيماري وه، د هغۀ کينسر وو، ځکه مړ شو * فلانکي به ګاډے صحيح نه چلولو، ځکه


 

 



[1]... الزہد لابن مبارک، باب النہی عن طول الامل، صفحہ:110، رقم:255