Book Name:Mola Ali Aur Fikr e Akhirat

*وعده ماتول به يـې نه خوښول * د نبوت د اعلان نه مخکښې يو ځل يو کَس هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته عرض وکړو چې: تاسو ودريږئ! زه دا دے اوس راځم، هغۀ کَس لاړو خو واپس راتلل ترينه هير شول، 3 ورځې پس هغۀ ته بيا ورياد شول، چې کله هغه هٰغه ځائے ته راورسيدو نو حيران پاتې شو چې هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د 3 ورځو تيريدو باوجود هم پۀ هغۀ ځائے کښې تشريف فرما وو او مَاشَآءَ اللہ! شفقت او رَحمت او ښو اخلاقو ته يـې وګورئ! چې هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هغۀ کَس اونه رټلو، نه ورته غصه شولو، بس دومره يـې ووفرمائيل: اے سړيه! تا زه پۀ مشقت کښې واچولم. ([1]) الله پاک دې مونږ هم پۀ سُنّتِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باندې عمل کوونکي او وعده پوره کوونکي جوړ کړي.

 اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم .  

د مختلفو سنتو زده کولو د پاره د مَكْتَبَةُ الْمَدِينه د بهارِ شريعت جلد: 3 نه حصّه نمبر 16 او د شيخ طريقت، امير اهلسنت علامه مولانا ابو بلال محمد الياس عطار قادري رضوي دَامَتْ بَرَکَاتُهُمُ الْعَالِیَه د 91 صفحو رساله 550 سنّتیں اور آداب واخلئ او ويـې لولئ! د سنتو زده کولو يوه بهترينه ذريعه د دعوتِ اسلامي مَـدَني قافلو کښې د عاشقانِ رسول سره د سنتو ډک سفر کول هم دے.  

علم حاصل کرو، جَہل زائل کرو                                                                              پاؤ گے راحتیں، قافلے میں چلو

سنتیں سیکھنے تین دِن کے لئے                                                                        ہر مہینے چلیں، قافلے میں چلو

الله پاک دې مونږ له د عمل کولو توفيق راعطا کړي.

 اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم.


 

 



[1]... اَبُو داؤد، کتاب ادب، باب فی العدۃ، صفحہ:781، حدیث:4996۔