Book Name:Mola Ali Aur Fikr e Akhirat
هٰغه ورځ الله پاک مسلمانانو ته هٰغه عظيم الشانه فتح نصيب کړه چې د هغې سره د حق او باطِل پۀ مينځ کښې فرق واضحه شو. ([1]) * هم دغه شان پۀ نورلسم رَمَضَانُ المُبَارَک د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ګرانې شهزادګۍ حضرت رُقَيَّه رَضِىَ اللهُ عَـنْها عرس مبارک وي، چې کله خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د غزوۀ بدر د پاره روان شولو نو هٰغه وخت هغۀ ناروغه وه، پۀ نورلسم رَمَضَانُ المُبَارَک چې کله د عزوۀ بدر د فتح زيرے مدينے ته راورسيدو نو هٰغه وخت خلقو حضرت رُقَيَّه رَضِىَ اللهُ عَـنْها خاورو ته سپارله. ([2])
اَللہُ اَکْبَر! خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! غور وکړئ! دا څومره لويه قرباني ده...!! شهزادګۍ صاحبه ناروغه وه او د دې باوجود رسولِ ذيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د اِسلام د سر لوَړي د پاره بدر ته تشريف يوړلو...!!
حق کی راہ میں پَتّھر کھائے خوں میں نہائے طائف میں
دِین کا کتنی محنت سے کام آپ نے اے سلطان کیا([3])
*هم پۀ 17 رَمَضَانُ المُبَارَک د مسلمانانو د خوږې مور جانې، صِدِّيقه بنتِ صِدِّيق حضرت عائشه صِدِّيقه طيبه، طاهِره رَضِىَ اللهُ عَـنْها عرس مبارک هم دے *سيّده عائشه رَضِىَ اللهُ عَـنْها ډيره د فضيلت والا زنانه ده * د سرکارِ عالي وقار، مکي مَدَني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم محبوبه بي بي ده * د حضرت صِدِّيقِ اکبر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ شهزازدګۍ ده *هغۀ ډيره لويه عالِمَه، فاضِله، مفتيه وه * پۀ تفسير، حديث او فقه (يعنې د اِسلامي احکامو پۀ عِلم) کښې يـې ډير مهارت لرلو * پۀ کثرت سره به يـې روژې نيولې *ډير