Book Name:Mola Ali Aur Fikr e Akhirat

روزانه د روژه ماتي پۀ وخت لکونه خلق بخښلے کيږي * د عبادتونو شوق زياتيدونکې ورځې دي بلکې آخري عشره شروع کيدونکې ده، دا هغه مبارکه عشره ده چې سيّده عائشه صِدِّيقه رَضِىَ اللهُ عَـنْها فرمائي: چې کله به د رَمَضَانُ المُبَارَک آخرۍ عشره راغله نو سرکارِ عالي وقار، مکي مَدَني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به عبادت ته ملا کلکه وتړله. ([1])

  اَللہُ اَکْبَر! څومره ښکلے شان دے...!! *زمونږه نبي، خوږ نبي، مکي مَدَني صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خو هٰغه هستي ده چې د هغوئي د يوې لحظې کروړمه حصه هم چرې پۀ فضولياتو کښې نه ده تيره شوې * بلکې هغوئي خو هٰغه هستي ده چې د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اداګانې دِين دے * د هغوئي طريقې اختيارول عبادت دے * بلکې يو عاشقِ رسول وائي:

تیری گلی میں آنا، تجھے تکنا، تیری ہی باتیں کرنا

عِبَادت، ریاضت، اَہْلِ دِل اس کو کہتے ہیں

چې آقا کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د دومره اوچت شان لرلو باوجود هم د رَمَضَانُ المُبَارَک پۀ آخرۍ عشره کښې عبادت زياتولو نو غور وکړئ چې څومره پۀ کثرت سره به يـې عبادت کولو...!! ځکه مونږه غلامانو له هم پکار دي چې *پۀ عبادت کښې زړۀ اولګوو *د ښۀ ډير شوق او ذوق سره، د ظاهري باطني ادابو د خيال ساتلو سره روژې اونيسو *د رَمَضَانُ المُبَارَک روژې خو فرض دي، ضرور نيول دي، دا خو نشې پريښودے *د دې نه پس هم د نفلي روژو نيولو عادت جوړ کړو * او عبادت هم پۀ کثرت سره وکړو * ښۀ ډير تلاوت وکړو * نفلونه وکړو * تهجد کول نن سبا ډير اسان دي، د پيشمني د پاره خو هسې هم پاڅيدل دي نو پکار ده چې تهجد هم وکړو * د پيشمني پۀ وخت د توبې، اِستغفار ډير فضيلتونه دي، چې دا هم وکړو * چې پينځه وخته نـمونځونه پۀ


 

 



[1]... بخاری، کتاب فضل لیلۃ القدر، باب العمل فی العشر الاواخر من رمضان، صفحہ:529، حدیث:2024 ۔