Book Name:Kamil Momin Kon

اَللہُ اَکْبَر! دا هم د کامِل مؤمِن يو اهم صفت دے، څوک چې کامِل ايمان والا دے * هغۀ د خپلو نـمونځونو حفاظت کوي * نـمونځونه نۀ قضا کوي * د نـمونځونو د وختونو خيال ساتي * نـمونځ پۀ ښه طريقه ادا کوي * پۀ خشوع او خضوع سره يـې ادا کوي۔

 خو افسوس چې نن سبا پۀ دې معامله کښې هم حالات ډير نازک دي۔ د نـمونځ کوونکو شميره د نشت برابر ده۔ حالانکې نـمونځ ډير اهم عبادت دے۔ د مسلمانانو د دويم خليفه حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمان دے: څوک چې د نـمونځ حفاظت نه کوي، د هغۀ پۀ دِين کښې هيڅ حصه نشته۔ ([1]) کاش چې زمونږ د نـمونځونو فِکر نصيب شي۔

تاسو د قرآنِ کريم تلاوت وکړئ! پۀ پينځمه سيپاره کښې د ويرې د نـمونځ بيان دے، د ويرې نـمونځ څۀ وي؟ د جنګ پۀ حالت کښې ادا کيدونکے نـمونځ۔۔۔!! يو ځل غير مسلمو سازش کړے وو چې د مسلمانانو نـمونځ ډير خوښ دے، چې کله دوئي نـمونځ کوي نو مونږ به پۀ دوئي باندې حمله وکړو۔ الله پاک خپل خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته د ويرې د نـمونځ حکم وکړو چې عين د نـمونځ پۀ حالت کښې چې کله د نـمونځ وخت شي نو بيا داسې وکړئ چې نيم صحابۀ کرام پۀ نـمونځ کښې شرکت وکړئ، نيم يـې حفاظت وکړئ، بيا باقي پاتې نيم دې د جَمعې سره پۀ نـمونځ کښي شامِل شي او مخکښيني دې يـې حفاظت وکړي۔ غرض دا چې د ويرې د نـمونځ يوه پوره طريقه ده، کومه چې پۀ کتابونو کښې ليکلے شوې ده۔

د عرض کولو مقصد مې دا دے چې نن مونږ د معمولي کارونو پۀ وجه نـمونځ قضا کوؤ، جَمعه قضا کوو خو نـمونځ دومره اهم دے چې عين د جنګ پۀ حالت کښې چې


 

 



[1]... مصنف عبد الرزاق، کتاب الطہارت، باب الجرح لا یرقا، جلد:1، صفحہ:116، حدیث:579۔