Book Name:Kamil Momin Kon

سيِّدي قطبِ مدينه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ووفرمائيل: پخوا د مدينے خلق داسې وو۔ ([1])

 (4): کامِل مؤمن د الله پاک نه ويريدونکے وي

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د کامِل مؤمِن پۀ نخښو کښې يوه اهمه نخښه د الله پاک نه ويره هم ده۔ الله پاک اِرشاد فرمائي:

اِنَّ الَّذِیْنَ ھُمْ مِّنْ خَشْیَۃِ  رَبِّہِمْ مُّشْفِقُوْنَ ( ۙ۵۷)    (پارہ:18، اَلْمُؤمِنُون:57)

(مفهوم)ترجمهٴ کنزُ العِرفان: بے شکه هٰغه خلق چې د خپل رب د هيبت نه ويريږي۔

 

پۀ تفسيرِ صراطُ الجنان کښې دي: يعنې د ايمان والؤ يو صفت دا دے چې هغوئي د خپل رَبّ د عذاب نه ويريږي۔ ([2])

د امام حسن بصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د الله پاک نه ويره

امام حسن بصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه څوک چې د الله پاک ډير لوئي ولي او کامِل ايمان والا دے۔ علّامه اِبنِ جوزي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د هغوئي پۀ باره کښې ليکي: * امام حَسَن بصري
رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه چې به کله تشريف راوړلو نو داسې به ښکاريدو لکه چې څوک خوږ ملګرے يـې دفن کړے دے او واپس راغلے دے * داسې به اوسيدو لکه چې وور يـې پۀ سر ولاړ وي * داسې به کښيناستو لکه چې څوک قيدي دے او اوس به ترينه سر وهلے شي * سحر به يـې پۀ داسې حالت کښې کولو لکه چې اوس د قيامت د وحشتونو نه راتير شوے وي * يو ځل د هغوئي نه چا د حال پوښتنه وکړه نو اوئې


 

 



[1]... بُرے خاتمے کے اسباب۔

[2]... صراط الجنان، پارہ:18، المؤمنون، زیرِ آیت:57، جلد:6، صفحہ:536 بتصرف۔