Book Name:Kamil Momin Kon
ترقي وکړه او مونږ وروستو پاتې شو۔
عدل ہے فاطِرِ ہستی کا اَزَل کا دَسْتُور مُسْلِم آئیں ہوا کافِر تو مِلے حُور و قُصُور
کس کی آنکھوں میں سمایا ہے شعارِ اَغْیار ہو گئی کس کی نگہ طرزِ سلف سے بیزار
قلب میں سوز نہیں، رُوح میں اِحْساس نہیں کچھ بھی پیغامِ محمد کا تمہیں پاس نہیں([1])
وضاحت: عدل او انصاف د قدرت قانون دے، چې کله غير مسلمو د مسلمانانو طور طريقې او اخلاق اختيار کړل نو هغوئي ترقي وکړه۔ آه! د مسلمانانو پۀ ذِهن کښې د غيرو طريقې کښيناستې، دوئي د خپلو اسلافو او د بزرګانو د انداز نه بيزاره شول، پۀ زړونو کښې سوز پاتې نه شو، پۀ رُوح کښې احساس پاتې نه شو، آؤ! آؤ! د اِسلام د تعليماتو هيڅ خاطِر ونکړے شو نو مسلمانان د تنزلۍ ژورې کندې ته پريوتل۔
حضرت علّامه مفتي عبد المصطفٰے اعظمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د يو مسلمان د پاره د ژوند وړومبے مقصد خَيرُ الاُمَم يعنې بهترين اُمَّت کيدل دي۔ لکه څنګه چې * د ګلاب د پاره خوشبوئي * د لعل د پاره پړقا * او د نـمر د پاره رڼا لازمي ده، هم دغه شان د يو مسلمان د پاره * د خپلو اعمالو او افعالو پۀ لحاظ سره پۀ ټولو اُمَّتونو کښې د ټولو نه اعلیٰ، د ټولو نه افضل، د ټولو نه بهتر کيدل لازمي او ضروري دي * که عبادتونه وي او که معاملې وي * که اخلاق وي او که عادتونه، غرض دا چې د ژوند پۀ هره شعبه کښې، د ژوند تر آخري سلګۍ پورې يو مسلمان صرف خير وي، بس ټول عمر يـې د قرآن او سُنَّت لمن نيولې وي او پۀ نيغه لاره باندې روان وي د پاره د دې چې نور