Book Name:Kamil Momin Kon

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د بيان پۀ اخره کښې د سُنّتو فضيلت او د ژوند د يو څو ادابو بيانولو سَعَادت حاصلووم۔ تاجدارِ رسالت، شهنشاهِ نبوت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: مَنْ اَحَبَّ سُنَّتِي فَقَدْ اَحَبَّنِي وَمَنْ اَحَبَّنِي كَانَ مَعِي فِي الْجَنَّةِ چا چې زما د سُنّتو سره مَحَبَّت وکړو هغۀ زما سره مَحَبَّت وکړو او چا چې زما سره مَحَبَّت وکړو هغۀ به پۀ جنّت کښې زما سره وي۔ ([1])

سینہ تیری سُنّت کا مدینہ بنے آقا!                                                   جنت میں پڑوسی مجھے تم اپنا بنانا

د ګوتمې پۀ باره کښې سُنَّت او آداب

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د نارينه د پاره د سرو زرو ګوتمه پۀ لاس کول حرام کار دے۔ د دواړو جهانونو سرکار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د سرو زرو د ګوتمې پۀ لاس کولو نه منع فرمائيلې ده  * نابالغه (يعنې ډير وړوکي) هلک ته هم د سرو زرو سپينو زرو کالے اچول حرام دے او چا چې ورته واچولو نو هغۀ به ګنهګاريږي، دغه شان د هلکانو پۀ لاسونو او ښپو باندې بغير د ضرورت نه نکريزه لګول جائز کار نه دے۔ زنانه يـې پخپله پۀ خپلو لاسونو او ښپو باندې لګولے شي، خو که خپل هلک له يـې لګوي نو ګنهګاريږي به  * د اوسپنې ګوتمه د دوزخيانو کالے دے  * د نارينوو د پاره هغه ګوتمه جائز ده کومه چې د نارينوو د ګوتمې پۀ شان وي يعني صِرف د يو غمي والا وي او که چرې پۀ هغې کښې (د يو نه زيات يا) ډير غمي وي نو که هغه د سپينو زرو ولې نه وي، د نارينوو د پاره جائز نه ده  * بغير د غمي نه ګوتمه پۀ لاس کول جائز نه ده چې دا ګوتمه


 

 



[1]... تاریخ دمشق، جلد:9، صفحہ:343۔