Book Name:Kamil Momin Kon

(1): کامِل مؤمِن د فضولیاتو نه ځان بچ کوي

د کامِل مؤمِن يوه بنيادي نخښه دا وي چې هغۀ د فضول کارونو نه ځان ساتي۔ الله پاک ارشاد فرمائي:

وَ الَّذِیْنَ ھُمْ عَنِ اللَّغْوِ  مُعْرِضُوْنَ (ۙ۳) (پارہ:18، اَلْمُؤمِنُون:3)

(مفهوم)ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او هغوئي کوم چې د فضول خبرو نه مخ اړوونکي دي۔

يعنې کامياب مؤمِن هغۀ وي څوک چې د هر فضول او باطِل څيز نه لرې اوسي۔

مونږ او فضوليات

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا د کامِل مؤمِن نخښه ده چې کامِل مؤمِن د وخت قدر کوي، خپل قيمتي وخت پۀ فضول کارونو کښې نه ضائع کوي۔ ځکه چې څوک ايمان والا وي نو هغۀ ته معلومه وي چې * ما له دا ژوند د فضول څيزونو د پاره نه دے راکړے شوے * زۀ به مړ کيږم * د قيامت پۀ ورځ به راپاڅم * د رَبِّ کريم پۀ حضور کښې به حاضريږم * د خپل ژوند د يو يو سعت حساب به ورکووم، * هغۀ د رَبّ پۀ حضور کښې د حاضرۍ نه ويريږي * د هغۀ سره د قيامت د حساب فِکر وي * هغۀ د خپل ژوند د يو يو سعت ذمه وار دے، ځکه خپل وخت پۀ فضولياتو کښې نه تيروي، د خپل وخت قدر کوي۔

خو افسوس چې نن سبا زمونږ د مسلمانانو حالت ډير نازک دے، د فضولياتو ډير کثرت دے، چا ته چې ګورې نو د خپل وخت پۀ بربادولو کښې اخته دے * کله د سالګرې پۀ نوم باندې * کله د نيو ائير نائټ پۀ نوم باندې * کله د کليزې پۀ نوم باندې * کله د پکنک پۀ نوم باندې د ګناهونو نه ډکې دستورې (Functions)