Book Name:Kamil Momin Kon

وضاحت: يعنې ورځ پۀ فضولياتو کښې تيريږي، د شپې د غفلت پۀ خوب اوده کيږو، نۀ د نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه څۀ شرم او نۀ د الله پاک نه ويره، هيڅ هم نشته۔

لگا تکیہ گُنَاہوں کا پڑا دِن رات سوتا ہوں

مجھے اب خوابِ غفلت سے جگا دو یارسولَ اللہ!

 الله پاک دې زمونږ پۀ حال باندې رحم وکړي۔ د خپل وخت قدر زده کړئ *خپل جدول جوړ کړئ * د يو يو منټ حساب ساتئ * چې څۀ وخت د حلالې ګټې او خوراک د پاره وي * څۀ وخت د کور والؤ د پاره وي * څۀ وخت د عبادتونو د پاره وي، داسې يـې تقسيم کړئ او خپل جدول جوړ کړئ، بيا پۀ استقامت سره پۀ دې باندې عمل هم کوئ۔ الله پاک دې مونږ ته پۀ دې باندې د عمل کولو توفيق راعطا کړي۔ اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم

د اميرِ اهلِسُنَّت مولانا محمد الياس عطار قادري دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه يوه ډيره ښکلې رساله ده: انمول ہیرے۔ دا ولولئ! اِنْ شَآءَ اللہُ! د وخت د قدر کولو ذهن به مو جوړ شي۔ پۀ دې رساله کښې د جدول جوړولو طريقه هم ليکلے شوې ده۔

  صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

(2): د نـمونځونو حفاظت کوونکے

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د کامِل مؤمِن دويمه نخښه دا ده چې هغۀ د نـمونځونو حفاظت کوونکے وي۔ الله پاک فرمائي:

وَ الَّذِیْنَ ھُمْ عَلٰی صَلَوٰتِہِمْ یُحَافِظُوْنَ  ۘ(۹) (پارہ:18، اَلْمُؤمِنُون:9)

 (مفهوم)ترجمهٴ کنزُ العِرفان:  او هٰغه خلق کوم چې د خپلو نـمونځونو حفاظت کوي۔