Book Name:Kamil Momin Kon

د کامِل مؤمِن يو څو ښکلي ښکلي اخلاق

الله پاک دې زمونږ پۀ حال باندې رحم وکړي۔ کاش چې مونږ د ښو اخلاقو والا جوړ شو۔ خوږ نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: پۀ الله پاک باندې مې دې قَسم وي چې بنده تر هٰغه وخته پورې کامِل مؤمِن نشي کيدے، تر څو پورې چې د خپل مسلمان ورور د پاره هٰغه څۀ خوښ نه کړي، کوم چې د ځان د پاره خوښوي۔ ([1])  * پۀ يو حديثِ پاک شريف کښې يـې ووفرمائيل: د هغۀ ايمان (کامِل) نه دے، څوک چې امانت دار نه دے ([2]) * د هغۀ هيڅ دِين نشته، څوک چې د وعدې پابند نه دے ([3]) * پۀ يو روايت کښې يـې ووفرمائيل: دهوکه ورکول د مؤمِن پۀ اخلاقو کښې نه ده ([4]) * پۀ يو روايت کښې دي: مؤمِن پيغور ورکولو والا، لعنت کولو والا، فحش (يعنې بيهوده) خبرو کولو والا نه وي ([5]) * د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک دے: د چا د شَر نه چې د هغۀ ګاؤنډي محفوظ نه وي، (هغۀ کامِل) مؤمِن نه دے۔ ([6])

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا دي د کامِل مؤمِن اخلاق۔۔۔!! * کامِل مؤمِن خير خواهۍ والا وي * کامِل مؤمِن امانت دار وي * کامِل مؤمِن د وعدې پابند وي * کامِل مؤمِن دهوکه نه ورکوي * کامِل مؤمِن پيغور نه ورکوي * کامِل مؤمِن پۀ چا باندې لعنت نه وائي * کامِل مؤمِن ګنده خبرې نه کوي * کامِل مؤمِن هغه وي پۀ چا


 

 



[1]... کنز العمال، کتاب الایمان، جز:1، جلد:1، صفحہ:36، حدیث:96۔

[2]... مصنف ابن ابی شبیہ، کتاب الایمان، ما قالو فی صفۃ الایمان، جلد:7، صفحہ:211، حدیث:2۔

[3]... مصنف ابن ابی شبیہ، کتاب الایمان، باب 6، جلد:7، صفحہ:223، حدیث:50۔

[4]... الجامع لابن وہب، جز:2، صفحہ:588، حدیث:487۔

[5]... ترمذی، کتاب البر والصلۃ، باب ما جاء  فی اللعنۃ، صفحہ:481، حدیث:1977

[6]... بخاری، کتاب الادب،باب اثم من لا یامن جارہ...الخ ،صفحہ:1500، حدیث:6016۔