Book Name:Kamil Momin Kon

او د هغۀ د خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم شکريه ادا کړو:

دولتِ ایماں عطا کی، اپنے دامَن میں لیا                  کفر سے ہم بینواؤں کو بچایا شکریہ

گرچہ شیطاں ہر گھڑی ایمان کی ہے گھات میں         تم نے تھاما، جب کبھی میں ڈگمگایا شکریہ

مُنہ لگاتا تھا کہاں دُنیا میں کوئی بھی مجھے                              ایسے ناکارہ نکمّے کو نبھایا شکریہ

خاتمہ بالخیر ہو میرا مدینے میں اگر                                                            بال بال اُٹھے پُکار اپنا، خُدایا...!! شکریہ!

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د ايمان والا کيدو برکتونه

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! مونږ مسلمانان يو، الله پاک صرف پۀ خپل کرم باندې مونږ ته د ايمان دولت راعطا کړے دے، يقيناً چې دا ډير لوئي بلکې د ټولو نه لوئي کرم دے۔ د ټولو فضيلتونو، د ټولو عطاګانو، د ټولو نعمتونو اَصل هم ايمان دے، چې کله ايمان نصيب شي نو بيا بنده د الله پاک د خاص رحمتونو حقدار جوړ شي، چې کله ايمان نصيب شي نو بنده کامياب شي، چې کله ايمان نصيب شي نو بيا بنده د جنّت حقدار جوړ شي، الله پاک پۀ ايمان والؤ باندې خاص کرم فرمائي * ايمان والؤ ته پاک ژوند عطا کولے شي * د ايمان والؤ نيکۍ قبلولے شي * د ايمان والؤ ګناهونه معاف کولے شي * د ايمان والؤ قبر د جنّت باغ جوړيږي * د ايمان والؤ راحت او سکون نصيب کيږي * او هم ايمان والا دي د چا د پاره چې د آخرت ټول نعمتونه تيار کړے شوي دي، بے ايمانه، غير مسلمه خلق خو د رَبّ نافرمانه دي، د هغۀ د رحمت نه لرې، د هغۀ د عذاب حقدار او هميشه هميشه پۀ دوزخ کښې د پاتې کيدو لائق دي بلکې رښتيا خبره خو دا ده چې څوک بے ايمانه دي، غير مسلمه دي هغوئي پۀ حقيقت کښې د انسان وئيلو حقدار هم نه دي، الله پاک پۀ قرآنِ کريم کښې فرمائي: