Kamil Momin Kon

Book Name:Kamil Momin Kon

سحر د نـمونځ کولو سعادت درنصيب کيږي * سحر سحر به مو د نيکۍ د دعوت عام کولو ثواب نصيب کيږي * ستاسو پۀ راپاڅولو چې څومره خلق نـمونځ کوي، د هغوئي د ټولو د نـمونځونو ثواب به هغوئي ته هم ميلاويږي او اِنْ شَآءَ اللہُ! ستاسو پۀ اعمال نامه کښې به هم ليکلے کيږي۔ * سحر وختي به درته د پيدل تللو موقع ميلاويږي نو صحت به مو هم ښه کيږي * يوه اهمه فائده دا هم ده چې جومات ته به خلق ډير راځي، د يو اِسلامي ورور د بيان خلاصه ده چې مونږ پۀ يخنۍ کښې د سحر د نـمونځ د پاره راپاڅول شروع کړل نو نـمونځ کوونکي دومره زيات شول چې د جومات پۀ دالان کښې مو ورته شاميانې (يعنې تمبوان)ولګول۔ سُبْحٰنَ اللہ!

هيڅ ګرانه نه ده، د جَمعې د وخت نه 20، 25 منټه مخکښې راپاڅئ! د سحر د نـمونځ د پاره خو هسې هم ځئ، اواز کوئ او ځئ! جومات ته به هم ورسئ او د الله پاک پۀ فضل سره به د نيکۍ د دعوت عام کولو ثواب هم درنصيب شي۔ نيت وکړئ چې
اِنْ شَآءَ اللہُ! د سحر د نـمونځ د پاره به خلق راپاڅووم۔ راځئ چې ستاسو د ترغيب د پاره تاسو ته يو مَدَني سپرلے بيان کړم۔

د فيضانِ مدينے د پاره زمکه ميلاؤ شوه

د يو اِسلامي ورور بيان دے چې د دعوتِ اِسلامي د مَدَني قافلې سره مونږ يو ښار ته لاړو، د سحر د اذان نه پس مونږه د سحر د نـمونځ د پاره د راپاڅولو د پاره تللو چې ناڅاپه د يو کور نه يو ماډرن ځلمے هم زمونږ سره شامل شو او هغۀ د سحر نـمونځ پۀ جومات کښې د جَمعې سره ادا کړو۔ وروستو د هٰغه ځلمي پلار د مَدَني قافلې والؤ سره د ملاقات د پاره راغلو۔ هغۀ ډير مالداره کَس وو۔ هغۀ ووئيل چې د سحر د نـمونځ د پاره د راپاڅولو پۀ برکت زما نافرمانه ماډرن بے نـمانځه ځوي پينځه وخته نـمونځ ګزاره شوے