Book Name:Kamil Momin Kon

څوك چې دا دُرُودِ پاك لوَلي په هغه به د رَحمت اويا دروازے بيرته كړے شي.[1] راځئ چې دا دُرُود هُم په شريكه اووائيو.

(4) د شپږ لاکه دُرُودشریف ثواب

اَللّٰھُمَّ صَلِّ عَلٰی سَیِّدِنَا مُحَمَّدٍ عَدَدَ مَا فِیْ عِلْمِ اللّٰہِ صَلَاۃً دَ اۤ ئِمَۃًۢ بِدَوَامِ مُلْكِ اللّٰہِ

حضرت اَحْمَد صَاوِی رَحْمَةُ اللهِ  عَلَيْه د بَعضو بُزرګانو نه نَقل كوي: دا دُرُود شریف يو ځل لوستلو باندې د شپږو لاکو دُرُود شریف لوستلو ثواب حاصِليږي.[2] راځئ چې په شريكه ئې اُووائيو.

(5) قُربِ مُصطَفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم

اَللّٰھُمَّ صَلِّ عَلٰی مُحَمَّدٍ کَمَا تُحِبُّ وَ تَرضٰی لَہٗ

يوه ورځ يو كس راغلو نو حُضُورِ اَنور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هغه د خپل ځان او صِدِّیقِ اکبر رَضِىَ اللهُ  عَـنْهُ تر مينځه كښينولو، په دې باندې صَحابَۀ کرام رَضِىَ اللهُ  عَـنْهُم حيران شو چې دا څوك ذِی مَرتبه (يعني اوچتې مرتبې والا)دے! چې كله هغه لاړو نو سرکار  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: دے چې كله په ما باندې دُرُودِ پاك لوَلي نو داسې ئې لوَلي.[3] راځئ چې مونږه ئې هُم په شريكه اووائيو.

(6) دُرُودِ شَفاعت

اَللّٰہُمَّ صَلِّ عَلٰی مُحَمَّدٍ وَّاَنْزِلْہُ الْمَقْعَدَ الْمُقَرَّبَ عِنْدَکَ یَوْمَ الْقِیَامَۃِ

د شفِيعِ اُمَّت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمانِ مُعَظَّم دے: څوك چې داسې دُرود شريف اولوَلي، د هغه د پاره زما شفاعت واجب شي.[4] راځئ چې دا دُرُود هُم په شريكه اووائيو.


 

 



[1]… القول البدیع،الباب الثانی، ص۲۷۷

[2]… افضل الصلوات علی سید السادات،الصلاۃ الثانیۃ والخمسون،ص۱۴۹

[3]… القول البدیع،الباب الاول،ص۱۲۵

[4]… الترغیب والترہیب،کتاب الذکر و الدعاء،۲/۳۲۹،حدیث:۳۰