Kamil Momin Kon

Book Name:Kamil Momin Kon

کله غير مسلمو د حملې منصوبه جوړه کړې وه، هٰغه وخت هم د نـمونځ قضا کولو اجازت ورنکړے شو۔

آ گیا عین لڑائی میں اگر وقتِ نماز                                                                            قبلہ رُو ہو کے زمیں بوس ہوئی قومِ حجاز

ایک ہی صَف میں کھڑے ہو گئے محمود و ایاز                نہ کوئی بندہ رہا نہ کوئی بندہ نواز([1])

الله پاک دې مونږ ته توفيق راعطا کړي چې زمونږه هم د نـمونځونو فِکر نصيب شي۔ اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم 

(3): مؤمِن اخلاقي وي

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د کامِل مؤمِن دريمه او ډيره اهمه نخښه ښه اخلاق دي۔ پۀ حديثِ پاک کښې دي: رسولِ ذيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: اِنَّ اَکْمَلَ الْمُؤمِنِینَ اِیْمَانًا اَحْسَنُہُمْ خُلُقًا يعنې پۀ ايمان والؤ کښې زيات کامِل ايمان والا هغۀ دے د چا چې اخلاق د ټولو نه ښه وي۔ ([2])

معلومه شوه چې د چا اخلاق څومره ښه وي، د هغۀ ايمان به هٰغه همره مضبوط او کامِل وي۔ افسوس چې پۀ دې معامله کښې خو نن سبا مسلمانان ډير وروستو پاتې دي۔ د اخلاقياتو سبق پۀ اَصل کښې اِسلام ورکړے دے خو مونږ  اخلاق پريښودي دي! غيرو قومونو هم زمونږه اخلاق اختيار کړل۔ اوس حالات دې ته راغلي دي چې مونږ هم خپل اخلاق د غير مسلمو نه زده کوو، د هغوئي نه کلاسونه اخلو، د غيرو قومونو د اخلاقو تعريف کوو او دا مو هير کړي دي چې پۀ اصل کښې دا هم زمونږه ميراث وو، مونږه اختيار نه کړل او نورو اختيار کړل، بيا چې چا اختيار کړل نو هغوئي پۀ دنيا کښې


 

 



[1]...کلیاتِ اقبال(اردو)،بانگ ِدار،صفحہ:193  ۔

[2]...مسند امام احمد، مسند عائشہ، جلد:10، صفحہ:189، حدیث:25414۔