Book Name:Kamil Momin Kon

د بيان اوريدلو  نيتونه

پۀ حديثِ پاک کښې دي: اِنَّمَا الْاَعْمَالُ بِالنِّیَّات د اعمالو دار و مدار پۀ نيتونو دے۔ ([1])

اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! پۀ ښو ښو نيتونو د عمل ثواب زياتيږي۔ راځئ چې د بيان اوريدو نه مخكښې څۀ ښۀ ښۀ نِيَّتونه وكړئ: مَثَلاً * د الله پاک د رضا د پاره به ټول بيان اورم * پۀ اَدب به کښينم * ښۀ پۀ توجُّه به بيان اورم * څۀ چې واورم، د هغې به د يادولو، پخپله پرې د عمل کولو او نورو ته د رَسولو کوشش کووم۔

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

چې کله يو غير مسلمه کلمه ووئيله

عبدُ الواحِد بنِ زيد وائي: يو ځل زۀ پۀ سمندري سفر باندې ووم چې ناڅاپه تيزه سيلۍ راغله، هٰغه سيلۍ مونږ د يوې شاړې جزيرې پۀ لور بوتللو، چې مونږ کله هٰغه جزيرې ته ورسيدو نو وه مو کتل چې هلته يو کَس دے کوم چې د غيرُ الله پۀ عبادت کښې مصروف دے، مونږ ووئيل چې مونږ خو به داسې مشرک د ځان سره نۀ کښينوو۔ هٰغه مشرک ووئيل چې تاسو د چا عبادت کوئ؟ مونږ ووئيل چې د الله پاک۔ اوئې وئيل: الله څوک دے؟ مونږ ووئيل: هغه د چا عرش چې د اسمانونو نه بره او حکومت پۀ زمکه باندې (هم) دے۔ مُشرِک پوښتنه وکړه: تاسو ته دا څنګه معلومه شوه؟ مونږ ووئيل: الله پاک خپل يو رَسول راوليږلو، هغوئي معجزې وښودلې، هم هٰغه رسولِ مقبول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مونږ د الله پاک نه خبر کړو۔ مُشرِک ووئيل: بيا ستاسو د هٰغه رسول سره څۀ وشو؟ مونږه ووئيل: چې کله هغوئي د الله پاک پيغام پوره پوره مونږ ته راورسولو نو


 

 



[1]... بخاری، کتاب بدء الوحی، صفحہ:65، حدیث:1 ۔