Book Name:Kamil Momin Kon

پۀ تعليم کښې د کافرانو نقل * پۀ اصولو او قوانينو کښې د کافرانو نقل * تر دې پورې چې پۀ جامو او پيزار اخستو او خوراک څښاک کښې هم د غيرو قومونو نقل کولے شي، ډير افسوس چې نن سبا مسلمانان قرآن نه زده کوي، د کافرانو فلسفې زده کوي، د خپل خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سيرت ته نه ګوري او د کافرانو انداز اختياروي۔

شَور ہے ہو گئے دُنیا سے مسلماں نابُود                         ہم یہ کہتے ہیں کہ تھے بھی کہیں مسلم موجود؟

وضع میں تم ہو نصاریٰ تو تمدن میں ہنود                               یہ مسلماں ہیں جنہیں دیکھ کے شرمائیں یہود([1])

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! مخکښيني نيکان مسلمانان هم داسې وو، هغوئي به د يو قوم نقل نه کولو، هغوئي به د خپل خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سُنَّت اختيارول، د قرآنِ مجيد پۀ ښودلے شوو اُصولو باندې به تلل، پۀ دُنيا کښې هر خوا د هغوئي خبرې وې، رَبِّ کائنات هغوئي ته ترقي عطا کړې وه، هغوئي ته يـې عروج عطا کړے وو، کافِرانو به پۀ هغوئي باندې رَشک کولو، تر دې پورې چې د هغوئي د اخلاقو او کردار نه به متاثره کيدل او کافِرانو به کلمه وئيله۔

راځئ چې د هغې يوه ښکلې ننداره درته وړاندې کړم:

اخلاق يـې چې وليدل نو کافِر مسلمان شو

حضرت مالک بن دينار رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يو ځل يو کور پۀ کرايه باندې واخستو، د هٰغه کور سره بالکل جُخت د يو يهودي کور وو۔ هٰغه يهودي به د بُغض او دښمنۍ پۀ وجه د ناوې (يعنې پرنالې)پۀ ذريعه ګنده اوبه او ګند د مالک بن دينار رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه کور ته غورځولو، هغوئي به هٰغه ګند صفا کولو او خاموش به پاتې کيدلو، آخر يوه ورځ هٰغه


 

 



[1]... کلیاتِ اقبال (اردو) بانگ دار، صفحہ: 231