Book Name:Kamil Momin Kon

کښې چې صرف خير او نيکي وي۔

 د مؤمِن مثال

صحابي اِبنِ صحابي حضرت عبد الله بن عمر رَضِىَ اللهُ عَـنْهما فرمائي: يوه ورځ مونږ د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ خدمت کښې حاضر وو، رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم نه يوه پوښتنه وکړه: اوئې فرمائيل:
اِنَّ مِنَ الشَّجَرِ شَجَرَةً لاَ يَسْقُطُ وَرَقُهَا،وَ اِنَّهَا مَثَلُ المُسْلِمِ، فَحَدِّثُونِي مَا هِيَ يعنې پۀ وَنو کښې يوه وَنه ده، د هغې پاڼې نه پريوځي، د هغې مثال د مسلمان پۀ شان دے، ووايئ چې هغه کومه يوه وَنه ده؟ بيا صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم سوچ شروع کړو (چې هغه کومه داسې وَنه کيدے شي چې هغه پاڼې هم نه غورځوي او د هغې مثال د مسلمان پۀ شان دے، چا څۀ سوچ کولو او چا څۀ سوچ کولو)۔ حضرت عبد الله بن عمر رَضِىَ اللهُ عَـنْهما فرمائي: زما ذِهن ته د دې سوال جواب راغلو (خو زۀ وړوکے ماشوم ووم، زما نه مشران صحابۀ کرام رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم موجود وو)، ځکه د هغوئي نه د حيا پۀ وجه ما جواب ورنکړو، آخر خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هم پخپله ووفرمائيل: هِيَ النَّخْلَةُ يعنې دا د کجورې وَنه ده۔ ([1])

علمائے کرام فرمائي: د کجورې وَنه مکمل خير دے، د دې هر يو جُز، هره يوه حصه ګټه وره ده، فائده منده ده * د کجورې د پاڼو نه چټايانې جوړيږي، د دې نۀ رسۍ (يعنې پړے)هم جوړولے شي، پخوا به د کجورو د څانګو نه د ډوډۍ کيښودو د پاره شکورونه هم جوړولے شول، او اوس هم پۀ بعضې علاقو کښې دا رواج دے * دغه شان د کجورو د څانګو نه وور هم بلولے شي، پخوا به د مالوچو پۀ ځائے د دې نه بالښتونه هم ډکولے شول * د کجورې د تنې نه ستن هم جوړيږي، پخوا به دا پۀ چتونو کښې د


 

 



[1]... بخاری، کتاب العلم، باب قول المحدث...الخ، صفحہ:88، حدیث:61۔