Book Name:Kamil Momin Kon

دنيا د پيدا کولو اصلي مقصد هم دا دے۔ ([1])

زندگی آمد برائے بندگی                                                                                                           زندگی بے بندگی شرمندگی

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د اوده کيدو د پاره وخت نه ميلاويږي

يو ځل د مسلمانانو دويم خليفه حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ څادر اغوستے وو او ملاست وو، يو کَس راغلو، پوښتنه يـې وکړه: اَمِيرُ المُوَمِنِين چرته دے؟ حضرت امير معاويه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ هلته موجود وو، اوئې فرمائيل: اَمِيرُ المُوَمِنِين اوده دے۔

حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ چې دا واوريدل نو فوراً راپاڅيدلو او اوئې فرمائيل: معاوِيه اوس تا څۀ ووئيل؟ عرض يـې وکړو: ما ووئيل: اَمِيرُ المُوَمِنِين اوده دے۔ اوئې فرمائيل: مُعَاوِيَه! که زۀ د ورځې اوده شوم نو رِعايا به برباده کړم۔ که د شپې اوده شوم نو خپل ځان به برباد کړم (يعنې د الله پاک د عبادت نه به محرومه پاتې شم)۔ چې دا حالت دے نو زۀ څنګه اوده کيدے شم؟ ([2])

 اَللہُ اَکْبَر! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! وګورئ! دا د ايمان والا وو۔۔۔!! دا د کامِل ايمان والا وو، هغوئي ته به د اوده کيدو د پاره وخت نه ميلاويدو، او مونږه۔۔۔!! زمونږه حالت دا دے چې

دِن لَہْو میں کھونا تجھے، شب صبح تک سونا تجھے

نہ شرمِ نبی، نہ خوفِ خُدا، یہ بھی نہیں، وہ بھی نہیں([3])


 

 



[1]... تفسیرِ کبیر، پارہ:30، الم نشرح، زیرِ آیت:7، جلد:11، صفحہ:209۔

[2]... تفسیرِ کبیر، پارہ:30، الم نشرح، زیرِ آیت:7، جلد:11، صفحہ:209۔

[3]... حدائقِ بخشش، صفحہ: 111۔