Book Name:Kamil Momin Kon

ګاډرو پۀ ځائے هم استعمالولے کيدله * دغه شان د کجورې د هډوکو هم ډيرې فائدې دي، دا د څاروو پۀ خوراک کښې استعمالولے شي، دا چې وټکوې او استعمال يـې کړې نو پۀ طِبي طور ډيره فائده منده ده * نوره پاتې شوه کجوره نو هغه خو ډيره فائده منده ميوه ده * پۀ ميوؤ کښې د ټولو نه زياته طاقتوره او زياده فائده منده ميوه کجوره منلے کيږي * د ساه لنډي، زړۀ، ځيګر، ګُردې، مثانې، کاڼي او کولمو پۀ مرضونو کښې کجوره ډيره فائده منده ده * دا بلغم لرې کوي او د خُلې وَچ والے ختموي۔ غرض دا چې د کجورې د وَنې ډيرې فائدې دي۔

دغه شان د مؤمِن بنده هم داسې مثال دے، مؤمِن بنده هم صرف فائده رسوي، د هغۀ هيڅ نقصان نه وي۔ دا بس نورو ته صرف فائده رسوي۔([1])

د مدينے منورې يوه ښکلې واقعه

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا د يو مسلمان شان دے، مؤمِن بنده صرف خير وي۔ پۀ مخکښينو مسلمانانو کښې د يو بَل د خير خواهۍ جذبه ډيره زياته وه، اميرِ اهلِسُنَّت مولانا محمد الياس عطار قادري دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه نقل فرمائي: چا د حضرت سيّدي قطبِ مدينه مولانا ضياء الدِّين مَدَني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ بارګاه کښې عرض وکړو: يا سيِّدي! مخکښيني (غالِباً د ترکو د وخت) د مدينے خلق به څنګه وو؟ اوئې فرمائيل: يو مالداره حاجي صاحب پۀ غريبانانو د کپړې تقسيمولو پۀ نيت د يو کپړو والا دکان ته لاړو او څومره چې يـې پکار وې هغه همره کپړې يـې ترينه وغوښتې۔ دکاندار ووئيل: زۀ آرډر خو پوره کولے شم خو زما درخواست دے چې تاسو د مخامخ دکان نه کپړې واخلئ ځکه چې اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! ما نن ډيره کپړه خرڅه کړې ده، د هٰغه ګاؤنډي آمدن کم شوے دے۔ حضرت


 

 



[1]...عمدۃ القاری، کتاب العلم، باب قول المحدث...الخ ، جلد:2، صفحہ:20، زیرِ حدیث:61 بتصرف۔