Book Name:Kamil Momin Kon

علمائے کرام د دې وضاحت فرمائي: اِزْدَادُوا فِی الْاِیْمانِ يعنې معنیٰ دا ده چې اے ايمان والؤ! خپل ايمان نور هم مضبوط کړئ! ([1])* کلمه خو مو ووئيله، بيا په دې باندې پۀ اِستقامت سره قائِم هم اوسئ! * کلمه خو مو ووئيله، بيا د دې پۀ تقاضو باندې هم عمل وکړئ! * کلمه خو مو ووئيله، بيا د ايمان شعبې هم ډيرې زياتې دي، دغه شعبې هم اختيار کړئ! * کلمه خو مو ووئيله، بيا پۀ ايمان کښې نوره هم ډيره ترقي وکړئ! *کلمه خو مو ووئيله، بيا د خپل ايمان د کمال پۀ فِکر کښې هم اخته شئ!

یہ شہادت گہِ اُلفت میں قدم رکھنا ہے                            لوگ آسان سمجھتے ہیں مسلماں ہونا

وضاحت: يعنې دائرۀ اِسلام د الله او د رسول پۀ محبت کښې د وجود، زړۀ او مال د بازۍ لګولو ځائے دے، دا هٰغه ميدان دے چرته چې د رسيدو سره هر څۀ د رَبّ پۀ نوم قربانول وي، خلق دا اسانه ګڼي۔

اوچتې درجې د ايمان پۀ کمال سره نصيب کيږي

مطلب دا دے چې چا کلمه ووئيله، پۀ رښتوني زړۀ سره يـې ووئيله، بيا که هغۀ تر مرګه پورې پۀ دې باندې قائم اوسي، هم د ايمان پۀ حالت کښې قبر ته کوز شي، هغۀ د جنّت حقدار خو دے، خو فضيلت پۀ دې کښې دے چې بنده د دې کلمې تقاضې هم پوره کړي، جنّت د ايمان پۀ ذريعه نصيب کيږي خو د درجو اوچتوالے د ايمان پۀ کمال او د دې پۀ تقاضو باندې د عمل کولو پۀ ذريعه نصيب کيږي۔

مونږ که چرې غور وکړو نو پۀ مونږ کښې زياتره خلق صرف ځکه مسلمانان دي چې د مسلمانانو پۀ کورونو کښې پيدا شوي دي، دا هم د الله پاک ډير لوئي کَرم دے چې هغۀ د مسلمان پۀ کور کښې پيدا کړو، هم د ماشومتوب نه مو کلمه نصيب شوه۔ که


 

 



[1]... روح المعانی، پارہ:5، النساء، زیرِ آیت:136، جز:5، جلد:3، صفحہ:221۔