Book Name:Kamil Momin Kon

نه کَړَه ده * د سپينو زرو د يوې ګوتمې د يو غمي وزن چې د څلور نيمو ماسو (يعنې څلور ګرامه 374 ملي ګرامو) نه کم وي، پۀ لاس کول يـې جائز دي * پۀ اخترونو کښې ګوتمه پۀ لاس کول مستحب عمل دے۔ خو نارينه دې هغه جائز والا ګوتمه پۀ لاس کوي * نارينه له پکار دي چې د ګوتمې غمے د لاس تَلي طرف ته اَړَوي او زنانه دې د لاس شا طرف ته ساتي  * د سپينو زرو کَړَه خاص د زنانوو جامه ده د نارينوو د پاره مکروه (تحريمي، ناجائزه او ګناه ده) * زنانه چې د سرو زرو او سپينو زرو څومره هم ګوتمې او کَړې پۀ لاس کولے شي، پۀ هغې کښې د وزن او د غمو د شميرې څه قيد نشته * د اوسپنې ګوتمې ته د سپينو زرو خول اچول چې هغه بالکل اوسپنه بيخې نه ښکاري، د دې ګوتمې پۀ لاس کول (د نارينه او زنانه دواړو د پاره) منع نه دي۔ ([1])

 د مختلفو سنتو زده کولو د پاره د مکـتبة الـمدينه د بهارِ شريعت جلد: 3 نه حصه نمبر 16 او د شيخ طريقت، امير اهلسنت علامه مولانا ابو بلال محمد الياس عطار قادري رضوي دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ د 91 صفحو رساله 550  سنتیں اور آداب واخلئ او اوئې لولئ! د سنتو زده کولو يوه بهترينه ذريعه د دعوتِ اسلامي پۀ مَدَني قافلو کښې د عاشقانِ رسول سره د سنتو ډک سفر کول هم دے۔

اُلفتِ مصطفےٰ اور خوفِ خدا                                                                                  چاہئے گر تمہیں قافلے میں چلو

گر مدینے کا غم چاہئے چَشمِ نَم                                                                         لینے یہ نعمتیں قافلے میں چلو([2])

الله پاک دې مونږ ته د عمل کولو توفيق راعطا کړي۔

 اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم۔

 


 

 



[1]... 550 سنتیں اور آداب، صفحہ:57 و 58 ملتقطًا۔

[2]... وسائل بخشش، صفحہ:669۔