Farooq e Azam ki Ajziyan

Book Name:Farooq e Azam ki Ajziyan

رسول اللہ نے فاروق کو اللہ سے مانگا

عطاءِ رَبِّ سُبْحَاں، حضرتِ فاروق اعظم ہیں

چُنا اس پاک نے دیں کے لئے اس پاک ستھرے کو

حبیبِ دِین داراں، حضرتِ فاروق اعظم ہیں([1])

* د حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د اسلام قبلولو سره د اِسلام پۀ عزت او غلبه کښې زياتوالے راغلو، مسلمانانو ته حوصله ميلاؤ شوه * هم د حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د اِسلام قبلولو نه پس مسلمانانو پۀ حرمِ پاک کښې ښکاره نـمونځ ادا کړو * خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ته خپل وزير ووفرمائيلو * حضرت عمر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د الله پاک خوښ دے * د هغوئي پۀ اِسلام قبلولو فرښتو خوشحالي وکړه * د بارګاهِ رسالت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه هغوئي ته د فارُوق لقب عطا شو۔ د فاروق معنیٰ دہ: پۀ حق او پۀ باطِل کښې فرق کوونکے * د قرآنِ کريم تقريباً 20 آيتونه د هغوئي د رائے سره يو شان نازل شول * هغوئي ته د دې اُمَّت محَدَّث ووفرمائيلے شو او مُحَدَّث هغۀ وي د چا پۀ ژبه چې فرښتے کلام کوي * حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د اِسلام پۀ ټولو اهمو منصوبو کښې د الله پاک د حبيب، حبيبِ لبيب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خصوصي صلاح کار پاتې شو * ټول ژوند يـې د حضور جانِ کائنات، فخر موجودات صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ خدمت کښې تير کړو * د وړومبي خليفه حضرت ابو بکر صِدِّيق رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د وفات نه پس تر دولسو کالو پورې د مسلمانانو خليفه او اَمِيرُ المُؤمِنِين پاتې شو۔

پسِ صدیق اکبر مصطفےٰ کے سب صحابہ میں                               ہے بےشک سب سے اُونچا مرتبہ فاروقِ اعظم کا([2])

* آخر پۀ مسجدِ نبوي شريف کښې، د سحر د نـمونځ د جَمعې ورکولو پۀ وخت يو کافِر پۀ هغوئي باندې پۀ خنجر [يعنې چاړۀ] باندې حمله وکړه، پۀ کومه کښې چې هغوئي زخمي شو او پۀ مدينه منوَّره کښې يـې د شهادت مرتبه حاصله کړه۔ حضرت صُهَيب رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د هغوئي جنازه وکړه او پۀ روضه مبارکه کښې د حضور جانِ کائنات، فخرِ موجودات صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ خوا مبارکه کښې خاورو ته وسپارلے شو۔ ([3])


 

 



[1]... دیوانِ سالک، صفحہ:73، 74۔

[2]... وسائِلِ بخشش، صفحہ:526۔

[3]... کرامات فاروقِ اعظم، صفحہ:5 تا 6 خلاصۃً۔