Farooq e Azam ki Ajziyan

Book Name:Farooq e Azam ki Ajziyan

کښې غور وکړو نو ما ته راياد شو چې يو وخت هغه هم وو چې ما به د خپلې ترور بي بي [د مور بي بي د خور] چيلۍ څرولې، د هغوئي د پاره به مې د کوهي نه اوبه راويستلې، زما پۀ دې کار باندې به ما له زما ترور يو ډک موټے کجورې راکولې۔

حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ بس هم دومره ووفرمائيل او د منبر نه يـې لاندې تشريف يوړلو۔ (خلق حيران وو چې دا څۀ خبره شوه، ټول خلق يـې راجمع کړل، پۀ منبر باندې تشريف فرما شو، مونږ خو دا ګڼله چې ډيره اهمه خبره به وي خو هغوئي خو د خپل تير وخت يوه عامه شان خبره بيان کړه او بس۔۔۔!! آيا مونږ ټول صرف د دې خبرې د پاره راجمع کړے شوي وو؟) پۀ دې خلقو کښې عظيم صحابئ رسول حضرت عبد الرحمان بن عوف رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ هم موجود وو، هغوئي همت وکړو او عرض يـې وکړو چې اے اَمِيرُ المُؤمِنِين! ما ته داسې نه ښکاري چې تاسو صرف هم د دې خبرې د پاره خلق راجمع کړي دي؟ شايد چې تاسو څۀ نور څۀ فرمائيل غواړئ؟ حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ووفرمائيل: اے د عوف ځويه! خبره پۀ اَصل کښې دا ده چې زۀ يواځې ووم، زما نفس ما ته ووئيل: اے عمره! اوس تۀ اَمِيرُ المُؤمِنِين يـې، د ټولو مسلمانانو خليفه يـې، ستا او د خدائے ترمينځه دا وخت څۀ بله واسطه نشته، بس هم تۀ د ټولو نه افضل يـې۔۔۔!! اوئې فرمائيل: چې کله ما ته زما نفس داسې وسوسه راواچوله نو ما تاسو ټول راجمع کړئ او خپل پخوانے ياد مې ستاسو د ټولو پۀ مخکښې بيان کړو او نفس ته مې د هغه اوقات ورياد کړل۔ ([1])

الله! الله! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا څومره عظيمه خبره ده۔۔۔!! * د وخت خليفه دے * قطعي جنّتي صحابي دے * يقيناً چې د هغوئي د خلافت دور وو، يعنې خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم او حضرت صِدِّيقِ اکبر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د دُنيا نه پرده فرمائيلې وه، هٰغه وخت پۀ ژوندو خلقو کښې د ټولو نه افضل هم حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ وو، چې کله داسې حالت وي، انسان دومره اوچتې مرتبې ته رسيدلے وي نو کله نا کله پۀ زړۀ کښې خيال راځي چې زۀ د څومره اوچتې مرتبې والا يم خو قربان شم چې د حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ سوچ څومره اعلیٰ وو، هغوئي د نفس د چلونو او شرارتونو نه تر کوم حده پورې خبر وو چې لږ شان خيال راغلے، د دې نه وړاندې چې دا خيال د ځان خوښۍ پۀ لور تلے وے، هغوئي فوراً پۀ ګڼو خلقو کښې ودريدل او ماضي يـې راياده کړه او نفس ته يـې دا ووئيل چې اے نفسه! نن چې کومه مرتبه تا ته حاصله ده، پۀ دې باندې غرور مۀ کوه، دا ټول د الله پاک کرم دے، د هغۀ عنايت دے، هميشه د هغۀ پۀ حضور کښې عاجزي کوه او د شُکر نه سر ښکته ساته۔


 

 



[1]... المجالسۃ و جواہر العلم، جز:12، جلد:2، صفحہ:164، رقم:1683 بتصرف۔