Mufti Farooq Ke Osaf

Book Name:Mufti Farooq Ke Osaf

ګناهونو نه بچ کولې، د فضول اخوا ديخوا کتلو نه به يـې هم ځان ساتلو)۔ هغوئي خپل موټر سائيکل ځکه خرڅ کړو چې که د چلولو پۀ وخت بعضې وخت غير محرمه زنانه مخې له راشي نو نظر بچ کول به مشکل شي۔ ([1])

د يو اِسلامي ورور بيان دے چې زما د مفتي فاروق صاحب سره د هندوستان د سفر سعادت نصيب شو، پۀ سفر کښې ډير ځل ما دا وليدل چې کله به پۀ ګاډي کښې کښيناستو او چرته به تللو نو مفتي صاحب چې به پۀ ګاډي کښې څنګه کښيناستو نو سترګې به يـې پټې کړې (د پاره د دې چې غير محرمه زنانه اونه ويني)۔ ([2])

سُبْحٰنَ اللہ! څنګه تقویٰ ده۔۔۔!! کاش چې زمونږه هم داسې توفيق نصيب شي۔ رښتيا خبره ده چې نن سبا خو نۀ زمونږه خُله پۀ واک کښې ده او نۀ مو سترګې پۀ واک کښې دي۔ ژبه ده چې پۀ خوزيدو راشي نو بے دريغه خوزيږي * کله د دې ملک خبرې * کله د سمندر پورې ملکونو خبرې * کله فضول خبرې * کله غيبت * کله چغلي * پۀ يو بَل پسې خبرې کول * د ژبې پۀ ذريعه د بل چا زړۀ ازارول * غلطې خبرې کول وغيره بس روان وي۔ دغه شان خو د سترګو د حفاظت خو هډو تپوس مۀ کوئ! * پۀ سړک باندې چې روان يو نو نظر مو څلور واړو اړخونو ته اوړي را اوړي * کله د دکانونو پۀ بورډونو ليکل لولو * کله پۀ سړک باندې لګيدلو اشتهارونو ته ګورو، مخکښې به خلقو فليکسونه (Flex) لګول، اوس خو پۀ سړکونو باندې داسې ايم ډي لګيدلې وي چې د


 

 



[1]... مفتئ دعوتِ اسلامی، صفحہ:

[2]... مفتئ دعوتِ اسلامی، صفحہ: