Mufti Farooq Ke Osaf

Book Name:Mufti Farooq Ke Osaf

اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! کمال ته وګورئ چې رښتونے آقا، رسولِ خُدا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ خپله رښتونې ژبه باندې د عاشقِ رسول حضرت بِلال رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د رښتنولۍ ګواهي ورکوي۔ دا دے د حضرت بِلال رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ شان۔ کاش چې د حضرت بِلال رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ وسيله زمونږه هم هميشه د رښتياؤ وئيلو توفيق نصيب شي، کاش چې د دروغو نه داسې نفرت شي چې تر مرګه پورې چرې هم دروغ اونه وايو * دروغ وئيل ګناه ده * دروغ دوزخ ته بوتلونکے کار دے * دروغ وئيل د مسلمانانو نۀ بلکې د منافقانو طريقه ده۔ آه! دلته داسې نادانه خلق هم دي څوک چې وائي: د رښتياؤ زمانه نۀ ده، د دروغو نه بغير کار نه کيږي۔

دا دعویٰ تر کومه حده پورې صحيح ده، راځئ چې پۀ دې باره کښې هم د حضرت بِلال رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د پاک سيرت نه راهنمائي حاصله کړو۔

هم رښتياؤ ستا کار صحيح کړے دے

د حضرت بلال رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ يو ورور وو، پۀ بعضې کتابونو کښې د هغوئي نوم خالد ليکلے شوے دے۔ د هغوئي نکاح کول وو، حضرت بلال رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ هغوئي د ځان سره کړل او يوې قبيلې ته لاړل۔

اوس وګورئ چې دلته هم رشتې کيږي خو حال يـې څۀ وي؟ * ځان ښه ښودلے شي * دروغ وئيلے کيږي * د جينۍ کور والا د جينۍ د دروغو تعريفونه کوي * د هلک کور والا د هلک د دروغو تعريفونه کوي * بيا چې کله واده وشي، د واده نه پس دروغ