Mufti Farooq Ke Osaf

Book Name:Mufti Farooq Ke Osaf

* مدرسـةُ الـمدينه برائے بالغان کښې به يـې سبق ښودلو * يو ځل زمونږ پۀ مخکښې د مينځني سندھ نه راغلي د 50 نه تر 60 پورې غير مسلمه د هغوئي پۀ لاس مسلمانان شول * د هغوئي پۀ ترغيب باندې ډيرو اِسلامي وروڼو خپل بچي حافظِ قرآن کړل * هغوئي ډير د ښو اخلاقو مالک وو۔ ([1])

  سُبْحٰنَ اللہ! کاش چې زمونږه هم داسې جذبه نصيب شي، نيکۍ هم کوو، نورو له د نيکو کولو دعوت هم ورکوو، پۀ 12 ديني کارونو کښې هم ښه پوره برخه اخلو * د سحر نـمونځ پخپله هم د جَمعې سره ادا کوو، نور هم د سحر د نـمونځ د پاره راپاڅوو * علاقائي دوره کوو * درس ورکوو يا اورو * د عاشقانِ رسول سره د مَدَني قافلو مسافر جوړيږو، اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! ژوند به مو روښانه شي۔

د نيکۍ دعوت ورکول د هر مسلمان بنيادي ذمه واري ده

 هسې هم د نيکۍ دعوت ورکول، د ګناه نه منع کول د هر مسلمان پۀ بنيادي ذمه وارو کښې يوه اهمه ذمه واري ده۔ پۀ قرآنِ کريم کښې پۀ 10 سيپاره، سُورۀ تَوبَه کښې پۀ يو ځائے کښې الله پاک د منافقانو او ايمان والؤ بيل بيل اوصاف بيان کړي دي، د منافقانو پۀ باره کښې يـې ووفرمائيل:

یَاْمُرُوْنَ بِالْمُنْكَرِ وَ یَنْهَوْنَ عَنِ الْمَعْرُوْفِ (پارہ :10 ، سورۂ توبہ:67)

[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: د بدۍ حُکم ورکوي او د نيکۍ نه منع کول کوي۔


 

 



[1]... ترمذی، بابُ: الصّلوٰۃ، صفحہ:78، حدیث:241۔