Mufti Farooq Ke Osaf

Book Name:Mufti Farooq Ke Osaf

رسول، عاشقِ مصطفٰے، هٰغه اوچته هستي څوک چې د معراج پۀ شپۀ خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ جنَّت کښې د ځان نه وړاندې وړاندې ملاحظه کړو ([1]) يعنې د رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د مؤذِّن حضرت بلال رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د وفات ورځ ده او نن 18 مُحَرَّم شريف دے، پۀ ننۍ ورځ د يوې ډيرې نيکې هستۍ، عاشقِ قرآن، عاشقِ نيک اعمال، عالِمِ با عمل مفتئ دعوتِ اِسلامي حضرت مفتي محمد فاروق عطّاري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د وفات ورځ ده۔ راځئ چې د دې دواړو نيکو هستيانو يعنې د يو صحابئ رسول او د يو عاشقِ صحابه مفتي صاحب ذِکرِ خير واورو، د دوئي ښکلي ښکلي صفتونه اورو او نيت کوو چې مونږ به هم د داسې نيکو کارونو کولو کوشش کوو۔

د حضرت بِلال رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ذِکرِ خير

زمونږه آقا حضرت بلال حبشي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ مشهور صحابئ رَسُول دے، د هغوئي نوم مبارک: بِلال او لقب مُؤَذِّنِ رَسُول دے۔ بلکې خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هغوئي ته د سَیِّدُ الْمُؤَذِّنِیْن (د ټولو اذان کوونکو د سردار) خطاب عطا کړو۔ ([2]) د حضرت بلال رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ باره کښې عام طور دا ګڼلے شي چې د هغوئي رنګ مبارک ډير زيات تور وو بلکې بعضې خلق چې کله د حضرت بلال رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ حُليه مبارکه بيانوي نو مَعَاذَ الله! يو وحشت ناک شان ماحول جوړ کړي، الله پاک دې مونږ د


 

 



[1]... بخاری، ج ۱، ص ۱۵۴۔

[2]... سیر اعلام النبلاء، جلد:3، صفحہ:220۔