Mufti Farooq Ke Osaf

Book Name:Mufti Farooq Ke Osaf

جَمعې سره نـمونځ وکړي، د هغۀ د پاره دوه ازادۍ ليکلے شي: يوه ازادي د وور (يعنې د دوزخ) نه او بَله ازادي د نفاق نه۔ ([1])

الله پاک دې مونږ ته د جَمعې سره د نـمونځ کولو توفيق راعطا کړي، کاش چې ټول نـمونځونه د تکبيرِ اُولیٰ سره ادا کول رانصيب شي۔

 اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم 

(4): مفتي فاروق او پۀ دِیني کارونو کښې رغبت

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د دعوتِ اِسلامي د مفتي فاروق صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يو بَل ډير ښکلے صفت دے چې هغوئي به د نيکۍ د دعوت ورکولو ډير شوق لرلو، 12 دِيني کارونه به يـې هم ډير پۀ شوق او ذوق سره کول۔ د هغوئي د تنظيمي ذِمه دار بيان دے چې مفتي محمد فاروق رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه چې پۀ کومو ورځو کښې وارډ نګران وو د هغوئي کارکردګي پۀ تنظيمي کارونو کښې هم د نورو ټولو نه بهتره وه۔ د هغوئي د کارکردګۍ فارم به بغير د غوښتو د ټولو نه وړاندې ميلاويدو۔

د هغوئي د علاقې يو اِسلامي ورور وائي چې * د دعوتِ اِسلامي د مفتي حاجي محمد فاروق عطاري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ پوهه کولو ډير اِسلامي وروڼه نـمونځ ګزاره جوړ شوي وو، ګيرې يـې پريښودې وې او دِيني ماحول ته راغلي وو۔ * هغوئي به پرله پسې خلق د سحر د نـمونځ د پاره راپاڅول * پۀ علاقائی دورہ برائے نیکی کی دعوت کښې به يـې شرکت کولو


 

 



[1]... ترمذی، بابُ: الصّلوٰۃ، صفحہ:78، حدیث:241۔