Mufti Farooq Ke Osaf

Book Name:Mufti Farooq Ke Osaf

د تلاوت عادت جوړ کړئ!

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! مفتي فاروق عطاري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به د قرآنِ پاک د تلاوت سره شوق کولو، الله پاک دې مونږ ته هم داسې شوق راعطا کړي، که د قرآنِ پاک د حفظ کولو سعادت مو نصيب وي، نو بيا خو پۀ ناسته پۀ ولاړه، پۀ ګرځيدو کښې هم د قرآنِ کريم تلاوت کيدے شي، که حفظ نه وي نو بيا هم روزانه څۀ نا څۀ وخت د تلاوت د پاره ويستل پکار دي، يو مسلمان څوک چې پۀ الله او پۀ رسول باندې ايمان لري، قرآنِ کريم د رَبّ کلام مني، نو د هغۀ ژوند د قرآن نه بغير څنګه تيريدے شي؟ که زيات نه وي نو * روزانه يوه ګينټه د تلاوت د پاره کيږدئ! * که يوه نه وي نو نيمه ګينټه * که نيمه ګينټه نه وي نو 15 منټه * که 15 منټه نه وي نو کم از کم 5 منټه خو ډير زيات مصروف انسان هم ويستے شي، که مونږه کوشش وکړو او روزانه د * يوې رکوع * 2 رکوع * نيمې سيپارې * يوې سيپارې، که الله پاک توفيق راعطا کړي نو * دوه سيپارې * درې سيپارې * څلور سيپارې تلاوت وکړو! مفتي فاروق صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته وګورئ! روزانه به يـې يو منزل تلاوت کولو، پۀ ټول قرآنِ کريم کښې 7 منزلونه دي، يعنې مفتي صاحب به پۀ 7 ورځو کښې د ټول قرآنِ کريم ختم کولو۔

د تلاوت ثوابونه

الله پاک دې توفيق راعطا کړي، د قرآنِ پاک تلاوت ډير د فضيلت والا عمل دے۔ * د قرآنِ کريم تلاوت افضل عبادت دے۔ ([1]) * د قرآنِ کريم پۀ يو حرف لوستلو د 10


 

 



[1]... کنز العمال، کتاب: الاذکار، جزء:1، جلد:1، صفحہ:257، حدیث:2261۔