Mufti Farooq Ke Osaf

Book Name:Mufti Farooq Ke Osaf

ګناه نه د منع کولو د پاره د کور نه وتل هم د الله پاک پۀ لار کښې وتل دي * زمونږه خوږ آقا او مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د نيکۍ دعوت ورکولو د پاره بازارونو ته تشريف وړلو * مختلفو قبائلو ته به تللو او د نيکۍ دعوت به يـې  ورکولو۔ د دعوتِ اِسلامي والا عاشقانِ رسول هم د دې ښکلې ادا د ادا کولو کوشش کوي * کور کور، دُکان دُکان ته د تللو سره د نيکۍ دعوت ورکولے شي * خلقو ته جومات ته د راتللو دعوت ورکولے شي * د نـمونځونو ترغيب ورکولے شي * مونږ دې ته علاقائې دوره وايـو۔ تاسو هم د عاشقانِ رسول سره پۀ شريکه علاقائي دوره کوئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! * د انبيائے کرامو علَيهِمُ السَّلام پۀ سُنَّت باندې به مو د عمل کولو سعادت نصيب کيږي * د نيکۍ د دعوت عام کولو ثواب به مو کيږي * د حديثِ پاک مطابق د نيکۍ لار ښودونکے د نيکۍ کوونکي پۀ شان دے ([1]) * که زمونږ د نيکۍ پۀ دعوت يو کَس هم نيک نـمونځ ګزاره جوړ شو نو يقين وکړئ چې مزې به مو شي۔ 

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د نـمونځونو د وختونو (Prayer Times) د ايپ تعارف

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د دعوتِ اِسلامي آئي ټي ډيپارټمنټ يو ډير ښکلے موبائل ايپلي کيشن د نـمونځونو د وختونو (Prayer Times) پۀ نوم جاري کړے دے * د دې ايپلي کيشن پۀ ذريعه پۀ ټوله دنيا کښې د هر ځائے وختونه او د قبلې اړخ معلوميدے شي * د جَمعې پۀ وخت د موبائل آټو سائلنټ کولو آپشن هم موجود دے * د دې نه علاوه د قرآنِ پاک د عربۍ متن او د ترجمے او تفسير سره د لوستلو او اوريدو سهولت موجود دے * اذکار (روحاني علاج) هم ورکړے شوي دي * د کاؤنټر


 

 



[1]... ترمذی، صفحہ:628، حدیث:2670 ملتقطاً۔