Book Name:Mufti Farooq Ke Osaf
اُولیٰ نه دے قضا شوے، د جَمعې سره چې نـمونځ کوې او د نيت کولو د پاره چې امام صاحب کوم وړومبے تکبير وائي، هغې ته تکبيرِ اُولیٰ وئيلے شي۔ اوس که مونږ لږ غور وکړو نو دلته خو تکبيرِ اُولیٰ غټه خبره ده، خلق د جَمعې سره نـمونځ قدرې نه کوي بلکې څومره داسې خلق دي کوم چې نـمونځونه قضا کوي، پۀ زرګونو خو هغه دي د کومو پۀ فهرست کښې چې نـمونځ ادا کول شامل نه دي، بس د جُمعې او اختر نـمونځ کوي، باقي ورته د روزانه 5 نـمونځونو هډو پته نه وي۔۔۔!! الله پاک دې زمونږه پۀ حال باندې رحم وکړي۔ پۀ يوه ورځ کښې پينځه نـمونځونه فرض دي او پۀ وخت باندې ادا کول فرض دي، د هر نـمونځ د پاره بيل وخت مقرر دے، پۀ هٰغه وخت کښې دننه ادا کول فرض دي، د جَمعې سره نـمونځ واجب دے، ([1]) نـمونځ قضا کول حرام او دوزخ ته بوتلونکے کار دے، ([2]) د شرعي مجبورۍ نه بغير جَمعه پريښودل واجب پريښودل، ناجائزه او ګناه ده۔ ([3])
ہو گیا تجھ سے خدا ناراض اگر قبر سن لے آگ سے جائیگی بھر
عمر میں چُھوٹی ہے گر کوئی نماز جلد ادا کرلے تُو آغفلت سے باز([4])
پۀ حديثِ پاک کښې دي: څوک چې د الله پاک د پاره 40 ورځې د تکبير اولیٰ سره د