Mufti Farooq Ke Osaf

Book Name:Mufti Farooq Ke Osaf

شي او (3): هٰغه سترګې کومې چې د الله پاک د حرام کړے شوو څيزونو پۀ لور د پورته کيدو نه منع شي۔ ([1])

د عبادت خوږ والے نصيب کيږي

د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک دے: د زنانؤ د حُسن او جمال پۀ لور نظر کول د ابليس پۀ زهر وهونکو غشو کښې يو غشے دے۔ څوک چې د خپلو سترګو حفاظت وکړي، الله پاک به هغۀ ته د داسې عبادت توفيق ورعطا کړي د کوم خوږوالے چې به هغۀ پۀ خپل زړۀ کښې بيامومي۔ ([2])

 نظر ښکته ساتل زړۀ صفا کوي

د امام محمد غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دې کلام ته وګورئ: نظر ښکته ساتل زړۀ ډير صفا کوي او پۀ نيکو کښې د زياتوالي ذريعه ده۔ ([3])

سُبْحٰنَ اللہ! څومره ښکلے برکت دے، عام طور خلق ګيله کوي چې نـمونځ ته يـې ډډې نه لګي، د نيکو پۀ لور يـې زړۀ نه مائله کيږي، پۀ نـمونځ کښې ورته وسوسې ورځي، زړۀ مې غواړي چې نيک انسان جوړ شم خو د ګناهونو عادت رانه نۀ ځي، نيکو ته مې هډو ډډې نه لګي۔ امام غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه عِلاج عطا کوي چې د خپل نظر ښکته ساتلو عادت جوړ کړه! زړۀ به دې هم صفا شي او د نيکو توفيق به هم درنصيب شي۔


 

 



[1]... معجم کبیر، ۱۹ /۴۱۶، حدیث:۱۰۰۳۔

[2]... معجم کبیر، حدیث:10362۔

[3]... منہاج العابدین، تقوی الاعضاء الخمسۃ، الفصل الاول: العین، ص ۷۲-۷۳۔