Mufti Farooq Ke Osaf

Book Name:Mufti Farooq Ke Osaf

اے خوږه محبوبه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! د رضا شفاعت هُم ستاسو کار دے، ستاسو نه علاوه چا ته هم دا طاقت نه دے ورکړے شوے۔

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د بيان اوريدلو  نيتونه

پۀ حديثِ پاک کښې دي: اِنَّمَا الْاَعْمَالُ بِالنِّیَّات د اعمالو دار و مدار پۀ نيتونو دے۔ ([1])

اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! پۀ ښو ښو نيتونو د عمل ثواب زياتيږي۔ راځئ چې د بيان اوريدو نه مخكښې څۀ ښۀ ښۀ نِيَّتونه وكړئ: مَثَلاً * د الله پاک د رضا د پاره به ټول بيان اورم * پۀ اَدب به کښينم * ښۀ پۀ توجُّه به بيان اورم * څۀ چې واورم، د هغې به د يادولو، پخپله پرې د عمل کولو او نورو ته د رَسولو کوشش کووم۔

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د نيکانو خلقو اهميت او فضيلت

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! اِسلام زمونږه ښکلے دِين دے، د دې پاک آسماني دِين يو خاصيت دا هم دے چې زمونږ پۀ دِين کښې اهميت، عزت او فضيلت * د نوم او نَسب نشته * د ظاهري حُليې نشته * د مال او دولت او ظاهري شان او شوکت نشته * د سوچ او د خبرو نشته بلکې پۀ اِسلام کښې اهميت، عزت او فضيلت عمل او کردار دے، کوم خوش قِسمته چې نيکۍ کوي، د ژوند هر سعت د رَبّ پۀ رضا والا کارونو کښې تيروي * هغۀ ته فضيلتونه هم عطا کولے شي * هغۀ ته عزت هم عطا کولے شي * پۀ


 

 



[1]... بخاری، کتاب بدء الوحی، صفحہ:65، حدیث:1 ۔