Mufti Farooq Ke Osaf

Book Name:Mufti Farooq Ke Osaf

د يرقان روحاني علاج

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! پۀ 28 جولائي World Hepatitis Day (د يرقان عالمي ورځ) نمانځلے کيږي، هيپاټائټس (يعنې يرقان) د ځيګر بيماري ده، الله پاک دې مونږ د دې نه محفوظ کړي، خطرناک مرض وي، د مرګ سبب هم جوړيږي، خدائے دې نه کړي که داسې مسئله وي نو ډاکټر له تلل پکار دي، زۀ تاسو ته د يرقان يو روحاني علاج درښايم، پۀ دې باندې عمل وکړئ! که مرض وي نو ختم به شي، که نه وي نو اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د دې نه به حفاظت کيږي۔

د بِسْمِ اللہِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْم سره سورۀ قريش يو ځل (پۀ اوّل او پۀ آخر کښې 11 کرته دُرُود شريف) [پخپله] ولولئ (يا يـې پۀ بل چا باندې ولولئ) پۀ آبِ زم زم شريف يا پۀ هٰغه اوبو کښې پۀ کومو کښې چې د آبِ زم زم شريف يو څو څاڅکي شامل وي دَم کړئ او روزانه يـې سحر، غرمه او ماښام وڅښئ۔ اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! پۀ 40 ورځو کښې دننه به درته شِفا درنصيب شي۔ (صرف يو ځل دَم کړے شوې اوبه کافي دي، د ضرورت مطابق پکښې نورې اوبه وراچوئ) ([1])

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

پۀ 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار: علاقائي دوره

* د حديثِ پاک خلاصه ده: پۀ کومه ښپۀ باندې چې د الله پاک پۀ لاره کښې دوړه پريوځي، هغې ته به د دوزخ وور نه ورنزدې کيږي ([2]) * د نيکۍ د دعوت ورکولو، د


 

 



[1]... بیمار عابد ، ص 60۔

[2]... مسند امام احمد، جلد:6، صفحہ:507، حدیث:16356۔